The news is by your side.

خلیلزاد طالبانو په نوي خبرداري  کې څه وویل؟

خبریال ویب پاڼه/  د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي  استازي زلمي خلیلزاد په خپلو  نویو څرګندونو کې ویلي چې تاوتریخوالی زیات سوی چې د اندېښنې وړ دی او طالبان ته يې خبرداری ورکړی، هغه له شپیګل مجلې سره په مرکه کې دا څرګندونې کړې دي.

زلمي خلیلزاد یو ځل بیا پر طالبانو ږغ کړی چې له جګړې  لاس واخلي او د یوې دایمي سولې  لپاره دي لاس په کار سي  خلیلزاد ویلي جګړه او سوله نه کیږي له دې څخه باید یو و ټاکل سي.

طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې تاوتریخوالي زیات سوی او امریکا هم خبرداری ورکړی چې ښايي بریدونه نور هم زیات سي تر اوسه پوري طالبانو د یو شمېر ولایتونو پر مرکزونو بریدونه کړي او یو شمېر ولسوالۍ يې هم نیولې دي.

خلیلزاد ویلي چې دوی په افغانستان کې د جګړې ختمولو په لټه کې دي او طالبان باید په دې پوی سي  چې سوله او جګړه پر یوه وخت نه کیږي.

خلیلزاد ویلي چې سوله او جګړه طالبان باید یو انتخاب وکړي چې کوم یو باید انتخاب کړي خو په وینا يې دواړه پر یوه وخت نا ممکنه دي او باید ترسره نه سي.

د ده په وینا چې طالبان هم په دې باوري چې د افغانستان معضله د خبرو له لارې حل کیدونکې ده او پر دې باوري دي چې دا موضوع باید د خبرو له لارې حل سي ځکه نو اوس تازه يې طالبانو ته خبرداری ورکړی.

خلیلزاد د ترکیې راتلوونکې کنفرانس ته په اشارې وویل دا موقع د طالبانو لپاره لوی ازمون دی او هلته به دا واضحه سي چې دوی رښتینې سوله غواړې او که نه او هلته به پریکړه وسي.

هغه وویل افغانستان به د نویمو کلونو له حالتونو سره مخ سي که يې چیري سیاسون خپل منځي اختلافات لیري نه کړي نوموړي پر افغان سیاسونو هم نیوکه وکړه

زلمي خلیلزاد پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې طالبانو د سولې برخه کې  د ژمنتیا خبرو سره سره د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې تاوتریخوالی زیات سوی او پرمهال يې جګړې هم زیاتي سوې چې د افغان دولت ترڅنګ يې د عامو افغانانو او نورو اندېښنې هم راپارولې

Comments are closed.