fbpx

انلاين راکړه ورکړه، هيلې او ستونزې

د انلاين راکړې ورکړې يا هم د انټرنېټي سوداګرۍ په برخه کې تر ټولو مهم يې انلاين پېمنټ سيسټمونه يا E-Payment زيات مهم دي، که چېرته دا ونه لرو، نو بيا انلاين راکړه ورکړه يا هم انلاين کارونه ترسره کول هېڅ نه شي ترسره کېداى.

نن مې د انلاين پېمنټ سيسټمونو په نندارتون کې ګډون وکړ، ډېر خوشحاله هم شوم او خپه هم، خوشحاله په دې شوم چې په دغه نندارتون کې مې ځينې ښه خبرونه ترلاسه کړل، خو خپه په دې شوم چې موږ ته اوس هم ډېر مزل پاتې دى او اساسي کارونه لا هم نه ښکاره کېږي.

د خوشحالۍ خبره زما لپاره په دغه نندارتون کې دا وه، چې دغلته مې درې داسې E-Payment سيسټمونه وليدل، چې په اوس وخت کې ګټور ثابتېداى شي او په راتلونکي کې نور هم پرمختګ کولاى شي. که څه هم اوس زياتره پام دې ته کېږي، چې دولتي معاشونه او يا هم د شرکتونو د کارکوونکو د معاشونو لپاره داسې انلاين سيسټمونه جوړ شي، چې دوى ته خپل معاشونه د همدوى د موبايل له لارې ورکړل شي، خو دا هم ډېر ګټور دي.

په دغه درې پېمنټ سيسټمونو کې يو يې حساب، بل يې AziPay او دريم يې هم My Money په نوم و، کله چې ما د دې په اړه په دغه نندارتون کې معلومات ترلاسه کړل، نو ښه خبرونه پکې دا هم و، چې دا درې واړه سيسټمونه موږ په افغانستان کې د انلاين راکړې ورکړې لپاره کارولاى شو.

دا هم ولولئ:

افغانستان کې له انټرنېټه د پېسو ګټلو ٥ لارې

په افغانستان کې انلاين کار او د بانکونو ستونزې

له انټرنېټه د پېسو ګټلو ٦٠٠ لارې کتاب مې ولې وليکه؟

خو په دې برخه کې بيا هم پراخه عامه پوهاوي ته اړتيا شته، خو تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې بايد د هر څه لپاره ډيمانډ پېدا شي، هر کله چې د يو څيز ډيمانډ زيات شي، نو په هغه برخه کې يا هم د دغه څيز پېداوار اتومات ورسره زياتېږي، اوس چې خلک په زوره د انلاين کارونو څخه ليرې ساتل کېږي، نو بيا به دغه ياد درې واړه پېمنټ سيسټمونه هم له ناکامۍ سره مخ کېږي او بيا به څوک هڅه نه کوي، چې داسې يو سيسټم تر دوى ښه جوړ کړي.

د ډيمانډ نه زما مقصد او مرام دا دى، چې په افغانستان کې کوم کسان انلاين کارونه کوي، يو شمېر کړۍ غواړي چې د هغوى مخه ونيسي، چې په سر کې يې افغانستان نړيوال بانک (AIB) دى. دوى د هغه خلکو اکاونټونه بندوي، کومو ته چې له ګوګل يا هم له فېسبوک څخه پېسې راځي او د نوو ځوانانو اکاونټونه هم په دې برخه کې نه جوړوي. اوس مهال سلګونه ځوانان انلاين کار کوي، خو د پېسو د ترلاسه کولو لپاره هېڅ لار نه موندل کېږي، د افغانستان نړيوال بانک ته پېسې راتلې او اوس دوى هم د دغه پېسو په راتللو بندېز ولګاوه، نو کله چې د ځوانانو د انلاين کارونو مخه ونيول شي، نو بيا لازمي خبره ده چې نورې هڅې به هم هېڅ ګټه ونکړي.

کوم خلک چې انلاين کارونه کوي، بايد دا وستايل شي، دوى ته اسانتياوې پېدا شي، ځکه څومره چې په دې برخه کې ځوانان زياتېږي، هومره به ورسره پرمختګ کېږي او دا به تر ټولو ښه عامه پوهاوى وي، ځکه سبا به همدا ځوانان په افغانستان کې دننه لويې لويې انټرنېټي شبکې جوړوي، لوى لوى شرکتونه به جوړوي او د هغې لپاره به بيا د E-Payment سيسټم اړتيا وي او دوى به بيا په خپله خلکو ته عامه پوهاوى ورکوي.

بيا مې هم له مسوولينو همدا هيله ده، چې د ځوانانو د کارونو مخه دې نه نيسي، ځکه په هېواد کې بېکاري ورځ تر بلې زياتېږي او بيا چې څوک ځان ته په خپله يو ځاى کار پېدا کوي، نو د هغوى د مخې نيولو پر ځاى دې له هغوى سره مرسته وشي، تر څو د بېکارۍ کچه راټيټه شي او ولس او هېواد دواړو ته ګټه ورسېږي.

ليکوال : رحمت ديوان