The news is by your side.

بوش د سرتیرو وتلو اندېښنه کې څه وویل؟

خبریال ویب پاڼه/ د امریکا هغه ولسمشر چې دا هېواد يې د نړۍ د امریکا په تاریخ کې په تر ټولو اوږ مهاله جګړه واړاوه اوس مهال لپاره له افغانستانه  د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله تازه څرګندونې او اندېښنې ښودلې.

د امریکا مخکیني ولسمشر جوبج ډیلیو بوش په خپلو تازه څرګندونو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي چې لویه تشه به رامنځ ته سي.

جورج بوش د امریکا هغه ولسمشر وو، چې شل کاله وړاندې يې پر افغانستان برید وکړ خو اوس يې چې سرتیري له افغانستانه وزي نوموړي پرې ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي يې دي چې د امریکايي ځواکونو وتل به په سیمه لویه تشه رامنځ ته کړي.

د ده په وینا کله چې بایډن د اپریل پر۱۴ نېټه د سرتیرو وتلو اعلان وکړ نو ده له یو شمېر افغان میرمنو سره تماس نیولې اوخبرې یې ورسره کړې دي.

بوش ویلي په خپل کتاب يې لاهم د امریکايي ځواکونو وتلو ته غبرګون ښودلی او د امریکايي ځواکونو وتل يې له افغانستانه د یوې لويي خلا د رامنځ ته کولو سبب بللی.

دې پخواني امریکايي چارواکي ویلي په افغانستان کې د القاعده له ماتې وروسته لوی بریالیتوب دا وو، چې افغان میرمنو او نجونو پرمختګ وکړ او ورته د ودې لارې خلاصې سوې. او زیاته کړې ده چې لورا بوش او دی به تل د افغان میرمنو ملاتړ ته دوام ورکړي.

بوش شل کاله وړاندې د لکونو بهرنیو او خپلو سرتیرو په مټ د طالبانو نظام نسکور او د لته يې دا دولت واکمن کړ، تراوسه د مالوماتو په مټ امریکا د درې زره په شاوخواکې خپل سرتیري له لاسه ورکړل  او زرګونه میلیارده ډالر یې له تروریزم سره د جګړې په برخه کې مصرف کړو خو اوس چې له بوش  وروسته دا دریم ولسمشر دی واک ته ورسید بایډن غواړي د بوش پیل سوې جګړه نوره ختمه کړي او سرتیري له افغانستانه وباسي چې د نوموړي دا کار له خطره ډک او د افغانستان په زیان بلل سوی نن بوش هم د بایډن پریکړې ته په غبرګون کې ویلي چې د دوی د سرتیرو وتلو وروسته به لویه خلا رامنځ ته سي.

Comments are closed.