fbpx

يو کال خپل ځيرک موبايل مه کاروئ، سل زره ډالر انعام واخلئ

دا خبر رښتيا دى، که مو يو کال له ځيرک موبايل څخه ليرې تېر کړ، نو به سل زره امريکايي ډالر انعام ترلاسه کړئ. دا خبر د انرجي جوړونکي شرکت يوې څانګې ورکړى دى. دوى وايي که پرله پسې ٣٦٥ ورځې مو خپل ځيرک موبايل ونه کاروه، نو به تاسې ته په جايزه کې سل زره ډالر درکړي.

د څښاک اوبه توليدونکي شرکت (وټامن واټر) خلکو ته ويلي دي، که چېرته يو کال ځيرک موبايل نه ليرې واورسي، نو لويه جايزه به ورکړي. کله چې يو څوک په دغه وېبپاڼه کې راجستر شي، نو نه يوازې دا چې خپل ځيرک موبايل به نه کاروي، بلکې د هيچا ځيرک موبايل ته به ګوتې نه وروړي. د دې لپاره يو تړون شته چې هغه به لاسليکوئ، خو تر هغې مخکې به يو بل کار هم کوئ.

تر هر څه مخکې بايد تاسې #nophoneforayear او #contest د هشټېګ سره په ټويټر او انسټاګرام بايد خپل انځور خپور کړئ. د دې سره بايد تاسې دا هم وليکئ چې ولې غواړئ له خپل ځيرک موبايل څخه ځان خلاص کړئ. تر ټولو ښه، مدلل او خوندور يا مزاحيه پوسټ کوونکي کسان به د دې مقابلې لپاره بلل کېږي. د دې مسابقې وروستۍ نېټه د جنوري ٨مه، ٢٠١٩ کال دى او ګټونکي به يې هم د جنوري په ٢٢مه، ٢٠١٩ باندې اعلانېږي.

ياده دې وي چې ګټونکي کسان به د تړون له مخې ځيرک موبايل نه کاروي، خو د کارولو لپاره به ورته د ١٩٩٦ کال د وخت يو ساده موبايل ورکول کېږي، چې سيم کارټ او بېلانس به هم ورته شرکت ورکوي، دا شرکت وايي چې دا ټوکې نه دي او دوى غواړي چې خلک خپل وخت په يو بل ډول وکاروي.

د دې شرکت وياند وايي، چې ډېرى خلک هسې چټي ټوله ورځ په خپل ځيرک موبايل کې ښکته پورته ځي او هېڅ نه وي، نو خلک له دې کارونو سخت په تنګ شوي دي او اوس د دوى شرکت غواړي، چې که څوک له ځيرک موبايل ځان خلاص کړي، نو دوى ورته د جايزې په ډول سل زره ډالر ورکوي.

که څه هم تر دې مهاله پورې له دې پرته د تړون نورې مادې يا کوم شرکتونه نه دي واضحه شوي، خو ويل شوي دي چې د کال په اخره کې به له ګډونوالو څخه پوښتنې کېږي او په دې کې به له درواغ نيونکي ماشين (لايي ډټيکټر) نه هم ګټه پوره کړل شي.

که يو چا ونه شو کولاى چې يو کال له ځيرک موبايل څخه ليرې واوسي او په دې بريالى شو، چې ايله شپږ مياشتې هم ځيرک موبايل ته لاس ور نه وړي، نو د شرکت له خوا به هغه کسان هم ستايل کېږي او يوه جايزه به ورته ورکول کېږي.