fbpx

د دې اونۍ تر پایه به د ټولو ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، په کابل کې د ۱۸۲ مرکزونو د رایو بیا شمېرنه پای ته رسېدلې ده.

 د ټاکنو کمېسیون د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په غوښتنه، د کابل د ۱۸۲ مرکزونو د رایو بیا شمېرنه پیل کړې وه چې اوس پای ته رسېدلې ده. د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات وایي، د روانې اونۍ تر پایه به د کابل په ګډون د ټولو ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یاد کمېسیون تر اوسه د ۲۵ ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې دي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې ځينو کاندیدانو ویلي وو چې لومړنۍ پایلې ورته د منلو نه دي، ځکه د رایې ورکولو په پروسه کې روڼوالی موجود نه و او حق حقدار ته نه دی رسېدلی.

Loading...