fbpx

ولسمشرغني د څلورو هېوادونو د نویو سفیرانو باورلیکونه ومنل

ولسمشر غني د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د څلورو هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه منلي .

د ارګ څخه په  خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د متحده عربي اماراتو، فرانسې، مصر او هالنډ د نویو سفیرانو باورلیکونه د جلا تشریفاتي مراسمو پر مهال ومنل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني او د یادو هېوادونو سفیرانو د افغانستان او متحده عربي اماراتو، فرانسې، مصر او هالنډ هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې وکړې.

خبرپاڼه کاږی، د متحده عربي اماراتو، فرانسې، مصر او هالنډ نویو سفیرانو د خپلو دولتونو او خلکو په استازیتوب وویل، د خپلو ماموریتونو پر مهال به افغانستان سره د خپلو هېوادونو د اړیکو د لا زیاتې پراختیا په برخه کې هڅې وکړي.