fbpx

دڅلورو نورو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان شوې

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کندهار، هلمند، هرات او کندوز ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړۍ پایلې هم اعلان کړې، چې تر ډېره په کې نوې څېرې بریالی شوې.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره شپه په خپله رسیمي ویب پاڼه د دغه څلورو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې دي.
له کندهار څخه ولسي جرګې ته بريالي شوي وکيلان حاجی سید احمد خادم، سید مقتدا میران، ډاکتر محمود خان نصرت، روح الله خان زاده، گل احمد کمین، محمد عمر شیرزاد، سید احمد سیلاب، انجنیر محمد عارف نورزی، فریبا احمدي کاکړ، ملالۍ اسحق زۍ، او ارزو صافۍ دي.
دغه راز له هلمند محمد ظفر صادقي، میرویس پوپل، حاجي غلام ولي افغان، میرویس خادم، الحاج، محمد کریم اتل، عبدالرشید عزیزي، نسیمه نیازۍ اوحبیبه سادات ولسي جرګې ته بريالي وکیلان اعلان کړي دي.

له هرات ولایت څخه بیا ولسي جرګې ته بريالي شوي وکيلان حبیب الرحمن پدرام، محمد رضا خوشکوطندوست، عمر نصیر مجددي، حاجي محمد، صادق قادري، منور شاه بهادري، نثار احمد فیضي غوریانی ، نقیب الله آروین، غلام فاروق مجروح ، استاد حمیدالله حنیف، حاجي شاه پور پوپل، سید عظیم کبرزانی، الحاج غلام فاروق نظري، رحیمه جامي، مسعوده کروخي ، سیمین بارکزۍ، ناهید احمدي فرید او استاد شیرین شهابي دي.

له کندوز څخه بیا عبدالروف ابراهیمي ، انجنیر کمال صافی، شاه خان شیرزاد، انجنیر محمدالدین همدرد، محمدالله بتاش، حاجي محمد عمر خان، فضل کریم ایماق، نیلوفر جلالي کوفي، اوډاکتر فاطمه عزیز بریالي وکیلان اعلان شوي دي.

یادوني وړ ده، چې یاد کمېسیون تراوسه د ۲۹ ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې