fbpx

د ترافیکي پېښې له امله ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کي د یوه مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله ۳۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغه پيښه نن د کابل -کندهار لویې  لاري په اوږدو کي د اخندصاحب له دانې سره شوې ده په ورته وخت کې  د کندهار والی ویاند عزیز احمد عزیزی وایي ،چي پېښه د ټېلر او درې سوه درې بس د ټکر له امله شوې.

هغه زیاتوي، په پېښه کې ۳۲ تنه زخميان سوي دي چي ۲۲ نارينه، ۷ ښځي او ۳ ماشومان دي، همدارنګه ۳ تنه شهيدان سوي دي چي ۲ يې نارينه او يوه يې ښځه ده.
بس موټر د کابل پيما نمايندګۍ اړوند وو چي له کابل څخه کندهار ته د سفر په حال کي وو.