fbpx

پاکستان کې د خرو کاروبار زبردست پرمختګ کړى

په پاکستان کې د خرو کاروبار زبردست پرمختګ کړى دى او ويل کېږي چې د خرو پالونکي له دې پرمختګ سخت خوشحاله دي، همدا راز پاکستان د زياتو خرو درلودونکو هېوادونو په ليسټ کې دريم مقام ترلاسه کړى دى.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو تر مخه، د پنجاب ايالتي حکومت په خپل يوه راپور کې ويلي دي، چې په دغه ايالت کې ورځ تر بلې د خرو شمېر زياتېږي او يوازې په لاهور ښار کې اوس مهال د خرو شمېر له ٤١ زرو څخه اوښتى دى.

همدا راز ويل شوي دي، چې د پنجاب ايالتي حکومت د خرو د ښه صحت او د ناروغۍ د له منځه وړو لپاره د (ډونکي روغتون) په نوم يو روغتون هم پرانيستى دى، چې په دغه روغتون کې د خرو درملنه کېږي او همدا راز په خرو کې د خورېدونکو ناروغيو د مخنيوي لپاره هم هڅې کېږي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې انسان او خر له پېړيو راهيسې يو بل سره تړون لري، خو په لاهور ښار کې د خرو کاروبار زبردست پرمختګ کړى دى او دې سره هغه خلک هم زيات خوشحاله دي، چې خره ساتي. د خرو پالونکي يا مالکان وايي، چې دوى له دې کاروبار زيات خوشحاله دي، ځکه چې يو خر له ٣٥ څخه تر ٥٥ زره پاکستاني کالدارو پورې خرڅېږي او همدا راز يو خر کولاى شي چې د ورځې ٨٠٠ کالدارې وګټي.

د خرو پالونکو همدا راز زياته کړې ده، چې يو خر له څلور کلنۍ څخه کار پيلوي او بيا ١٢ کاله پرله پسې کار کولاى شي او همداسې ١٢ کاله خپل مالک ته ګټه رسولى شي. په دغه راپور کې ويل شوي دي، چې په لاهور ښار کې اوس ډېرى خلک خري ساتي.

همدا راز پاکستاني رسنۍ وايي، چې د هغه هېوادونو په لېسټ کې، چې زيات خره لري، هم پاکستان دريم مقام خپل کړى دى. په دې ليسټ کې په لومړي مقام بيا ايتوپيا او په دوهم مقام د چين هېوادونه راغلي دي، چې ياد هېوادونه په نړۍ کې زيات خره لري.

ياده دې وي چې د پاکستان د خېبر پښتونخوا ايالتي حکومت له چين هېواد سره د خرو يو سوداګريز تړون هم کړى و، چې تر مخه به يې د خېبر پښتونخوا حکومت چين ته خره ورلېږل، خو ياد تړون بيا په نيمايي کې پاتې شو.