fbpx

پیلوټه فروزان رحماني چا له هیواده تېښتي ته اړه کړه؟ فریال

زېړ غاښونه به یې درته نیولي وي ، په پوره اونۍ کې به یې پر سر اوبه نه وي اچولې، په سره ژمي کې به یې د خیرو او خولو بوی ته چرګوړی هم نشي ټینګېدای ، دی به وايي چې پلانۍ فحاشه ده ، پلانی کافر دی ، پلانی ظالم دی او ……. هلکه برباد شې لمړی خو چې ته پر خپل ځان کوم ظلم کوې د هغه مخه ډب کړه خوله دي وینځه انسان شه ، علم وکړه ، پوهه شه بیا فتوا ورکړه .

خدای دي دا د فیس بوک مشر ته هم ور پام کړيچې هر د انسان په جامه کې ځناورته د اکاونټ د پرانیستلو اجازه ورنکړي .

د مکتب مخ به یې نه وي لیدلی ، د جومات په سبق کې به یې تر اوسه قرآن کریم نه ويختم کړی دی به په ناسمه املا یا کنځليدرپسي لیکي او یا به درته وايي چې ته ولي کارکوې ؟

زوی مړیه کار کول عیب نه دي ، خو خیرات غوښتل عیب دی .

کار کول عیب نه دي د بل په کار کې لاس وهنه عیب ده .

کار کول عیب نه ديغلا ، شوکه ، دوکه ، بې ایماني د بل آزاره ول او دبل په تړاو ناسم فکر کول عیب دی .

له څو ورځو را هیسته په پرله پسې ډول په فیس بوک کې په پرله پسې ډول د افغانستان د یوې جنګي پیلوټې فروزان رحماني د کار په تړاو داسيتاوده بحثونه روان ديچې (۹۰) په سلو کې خو ښکنځل ماران دياو یوازي يوه اړخ ته ګويچې ګواکې وليفروزان رحماني امریکا ته وتښتېده او دلته هیواد کې د عزت کار لاره اوس د پیلوټي پر ځای په رستورانت کې کار کوي .

ګرانه تاته یې څه ؟

ایا ته پر افغانستان داسيمین یې ؟

که داسيمین یې ورشه زما د هغو خویندو اوښکي ورپاکې کړه چې پر هیواد او خاوره د شهید خاوند د معاش په بدل کې په دفاع وزارت کې د جنسياړیکو غوښتنه ورڅخه کېږي‌.

که ته داسي پر هیواد او خاوره مین یې ورسه د هغې پیغلياوښکي ورپاکې کړه چې څارنوال د انصاف د ورکړي په بدل کې د جنسياړیکو غوښتنه ترې کوي .

که ته پر هیواد مین یې او نه غواړې چې له هیواده کدرونه وتښتي نو ورشه اول د هغه فټبالرو پیغلوټو د انصاف غوښتنه وکړه چې د سپورت په نیت بیول کېږي او بیا جنسي ځورول کېږي .

په داسيیوه ټولنه کې چې ښځې ته یا دمینځي یا د جنسي اړیکو د وسیلې په سترګه کتل کېږي هلته به څنګه فروزان رحماني غوندي یوه لوستې پیلوټه ژوند او کار وکړای شي ؟

فروزان رحماني که په امریکا کې په رستورانت کې کار کوي ، دا یقیني ده چې څوک به یې په جنسي ‌لحاظ ونه ځوروي .

افغانه جنګي پیلوټه د رسټورانټ خدمتګاره شوه

کرکټ‌ بورډ د کمېشن کارانو په منګولو کې!

فروزان رحماني چې په رستورانت کې کار کوي لږ ترلږه د کنړ، اروزګان ، هلمند او کندز ولایتونو کې خو د بل د معلوماتو پر بنسټ واړه ماشومان نه وژني .

وروره پخپله خو ایمان ، ویژدان ، خاوره او هیواد ټوله قسم دی چې امریکا ته د تګ لپاره قربان کړې ،خو پر بل دي ‌دا ژوند نه لورېږي‌ او کنځلي‌ ورپسي کوې .

که رښتیا افغانان یاست او له خپله هیواده سره مینه لرئ نو فروزان رحماني ته سپکي سپوري مه وایاست ، مینه ورته ورکړئ ، عزت ورکړي ، ډاډ ورکړي چې بېرته هیواد ته راستنه شي .

پر هغو ظالمانو نیوکي وکړئ چې پیلوټه فروزان رحماني غوندي ګڼي مېرمني یې د پیلوټي پر ځای د رستورانت کارته مجبوره کړي دي .

که څه هم په رستورانت کې کار کول عیب نه دي .

ولسمشر غني په امریکا کې ورته کار کړی دی .

تاسو خبر یاست چې د ولسمشر غني مېرمني  بي بي ګلي‌ په کافي ‌شاپ کې کار کاوه ؟

ایا تاسو خبر یاست چې د حامد کرزي ورڼو په رستورانونو کې کار کاوه ؟

ایا تاسو خبر یاست چې بهر یې ډیر ستړي کارونه کول اوس هغه وزیران دي ؟

دا عیب نه دی .

البته دخدای په خاطر د هیواد قدرونه مه بې قدره کوئ ، فروزان رحماني به خپل مشکلات لرل چې هیواد یې پرېښود او ښايی لازمه به نه ګڼي چې هرڅه له رسنیو سره شریک کړي‌.

کېدای شي ‌د هغې پټه خوله د افغان پوځ په ګټه وي .

فروزان رحماني میني‌ ، ډاډ او باور ته اړتیا لري‌چې بېرته خپل هیواد ته راستنه شي .

لیکواله : زرغونه فریال