fbpx

افغان خبریالان له ګواښونو سره مخامخ دي

د افغان خبریالانو پر وړاندي زور زیاتلی زور اخلي.

خبریالانو اندیښنه لري چې وسله والي ناقانونه ډلي او هغه مافیايي کړۍ چې اوس یي لاس حتی کابل ته رسیږي خبریالانو ژوند ګواښي.

د افغانستان د خبریالانو د ټولني دوو تنو غړو چې نه یي غوښتل نونونه یي واخیستل شي خبریال ویب پاڼي ته وویل، اوس طالبان او حکومت نه بلکې دریمه ډله چې هغه د ځمکو او ملي شتمنیو غله او غاصبین دي دوي ته ستونزي جوړوي او د دوي ژوند ګواښي.

خبریالان وايي وضعیت خورا ناوړه دی او رسنیز ډګر له ګواښ سره مخ دی.د رسمي شمیو له مخي چې د پخــواني جمهور رييــس كـــرزي پــه ۱۳كلنـــه واکمنــۍ كې (۲۰۰۱تر ۲۰۱۴) پورې ۴۲تنه خبريالان وژل شوي، خو د ملي يووالي حكومت د واکمنۍ په ترڅ کې (۲۰۱۵ تر ۲۰۱۸)پورې ۵۳ خبريالان وژل شوي دي.

د ۹۵كورنيو او بهرنيو وژل شویو خبريالانو له منځه ۴۴فيصده يې د پخواني جمهور ريیس حامد کرزي او ۵۶فيصده يې د ملي يووالي حکومت پر مهال وژل شوي دي.

د کرزي د واکمنۍ پر مهال هر كال درې خبريالان وژل كېدل، خو د ملي يووالي حكومت د واکمنۍ په هر كال کې ۱۳خبريالان وژل شوي دي. د خبریالانود ملاتړ اداري حكومت د خبريالانو امنيت د تأمين په برخه کې مسوول ګڼي او ټينګار کوي چې امنيتي ادارې بايد د هغو خبريالانو د ژوند خونديتوب لهپاره نوی تشکیل رامنځ ته کړي چې د خبري پېښو د پوښښ لهپاره د پېښو سیمې ته ورځي.
له بل لوري خبريالان هم د امنیت نشت د خپل كار پر وړاندې جدي ستونزه بولي. د ارزو ټلوېزيون خبرياله زهرا ستوده وايي، د پېښو رسنيز پوښښ د هر خبريال دنده ده، خو غوره به دا وي چې دغه ډول پېښې په ډېر احتياط وپوښل شي او امنیتي ادارې د خبريالانو خونديتوب ته پام وکړي.
هاخوا د خبريالانو مصوونيت کمېټې مسوول صديقالله توحيدي هم حکومت د خبريالانو امنيت په تأمين کې پړ بولي او وايي، امنيتي ادارې بايد په دې تړاو ځانګړي پلانونه ولري. توحیدي زياتوي، د رسنيو او خبريالانو دوښمنان هم بايد پوه شي چې د خبريالانو په وژلو سره د معلوماتو او اطلاعاتو رسولو ماشين له کاره نهلوېږي او رسنیز بهیر به پرمخ ځي.
که څه هم له ازادو رسنيو د ملاتړ ټولنه يا نی وړانديز کوي چې د خبريالانو امنيت د خونديتوب لهپاره دې ځانګړی ځواک جوړ شي، خو د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وايي، دغه چاره یوې اساسي پاليسۍ ته اړتيا لري او د رسمي وړانديز په صورت کې به د امنيتي ادارو د رهبرۍ له لوري تر څېړنو وروسته دا تشکيل رامنځ ته شي.
د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتېدو په اړه اندېښنې داسې مهال ډېرېږي چې په وروستۍ خونړۍ پېښه کې چې په دشت برچي کې رامنځ ته شوه د نورو ملکي وګړو ترڅنګ یو خبریال او یو انځور اخستونکی ووژل شول او پنځه نور خبريالان ټپيان شول.

میرویس جلالزی