fbpx

د سولې د موافقتنامې په تطبیق کې د اروپايي ټولنې شریکانو رول اړین دی

اروپايي ټولنه وايي، حاضره ده د سولې د خبرو اترو پر مهال او دغه راز  د سولې د موافقتنامې د تطبیق په برخه کې د افغانستان له حکومت همکاري وکړي.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه  راغلي ، دغه څرګندونې د اروپايي ټولنې پارلماني پلاوي له ولسمشر غني سره په لیدنه کې کړې دي.

خبرپاڼه وايي، ولسمشر محمداشرف غني پرون مازدیګر  د پترس استرویسس په مشرۍ د اروپایي ټولنې پارلماني پلاوي سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي په دې کتنه کې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې، ټاکنو او اصلاحاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

ارګ زیاتوي، چې د اروپایي ټولنې پارلماني پلاوي د یادو مواردو په ځانګړي  ډول د افغانستان  د سولې پروسې په اړه چمتووالی وښود.

نوموړي ویلي اروپایي ټولنه حاضره ده د سولې د خبرو اترو پر مهال او دغه راز  د سولې د موافقتنامې د تطبیق په برخه کې د افغانستان له حکومت سره همکاري وکړي.