fbpx

کندهار کې ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي

ملي دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو پټنځایونه بمبار کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې هوايي بریدونو کې ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي، خو د ټپیانو کره شمېره یې نه ده ښودلې.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت وړمه ورځ هم په میوند ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو پر مهال د دغه ولسوالۍ لپاره د طالب ولسوال په ګډون د ۱۴ طالبانو د وژل کېدو او یو شمېر نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.