fbpx

دپښتورګو ناروغان نور اړ نه دې چې پاکستان ته ولاړ شي

د ننګرهار عامې روغتیا ریس ډاکتر نجیب الله کامه وال چې د بهرنیو چارو ریاست د استازي په حضور کې په جلال اباد کې د پاکستان قونسل عابد الله او پلاوي په ملتیا د پښتورګو د درملنې ملي روغتون لیدنه وکړه خبریال ډاټ کام ته وویل  د نشتر د روغتون کې (۱۶۴۳۰) IPD ، (۴۲۱( OPD، (۱۰۶۰۰( تنو د وینې تصفیه یا ډیالیز، (۱۲۶) ناروغانو Lithotripsy او ( ۶۹) ناروغانو د پښتورګو لوی جراحي عملیاتونه ترسره شوی چې چارې یې اوس هم په چټکۍ سره جریان لري.

د ننګرهار عامې روغتیا ریس د خپلو خبرو په ترڅ کې ددغه روغتون د لا بهبود په موخه د پاکستان د نورو مرستو غوښتنه هم وکړه .

ډاکټر نجیب الله کاموال خبریال ډاټ کام سره په خبرو کې زیاته کړه چې اوس زموږ ناروغان اړ نه دي چې د پښتورګو د ناروغيو د درملنې په موخه ګاونډې هیواد پاکستان او یا هم کوم بل بهرني هیواد ته سفر وکړي
په همدې حال کې  د پاکستان قونسل عابد الله د یاد روغتون په فعالیت د زړه له تله خوښې وښوده او زیاته يي کړه د روغتون تجهیزات یې د تکملیدو په درشل دي او هڅه به وکړي چې لا نورې اسانتیاوې هم د  افغانستان اوسیدونکي ته په دغه روغتون کې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې یاد روغتون په ۲۰۰۶ کال یې د پاکستان هیواد د مرستو په لړ کې چارې پیل شوې چې باید په ۲۰۱۱ کې سرته رسیدلی وای او روغتون خدمات پیل کړی وای مګر د ستونزو له کبله ځنډیدلی وو، چې ۲۰۱۷ کال د می په کې یې یوه برخه پرانستل شوه.
چې د مګړۍ یې هیموډیالیز ، یورالوژي ، نفرالوژي ، OPD ، عملیات خونه او لابراتوار څانګې فعالې دي چې عملاً صحي خدمات وړاندې کوي.