fbpx

سوله نېږدې ده

د سولې عالي شورا د دارالانشا نوی رییس او د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر دواد زی وايي، سوله نېږدې ده او ډېر ژر به یې د معاهدې د لاسلیک لپاره کار پیل شي.

ښاغلي داودزي دغه څرګندونې کابل کې د هغه مراسمو پر مهال وکړې، چې د سولې د عالي شورا دارالانشا ریاست ته د ده د معرفۍ په پار جوړ شوي وو.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغانستان د سولې په اړه نړیواله اجماع په کلي صورت رامنځ ته شوې او نړیوال اوس په دې باور دي، چې د افغانستان ۴۰ کلنه ستونزه نور په جګړو نه بلکې سیاسي حل لارې ته اړتیا لري.

ښاغلي داودزي وویل، چې د سولې لپاره روانې هڅې مثبتې او هیله بښوونکي دي ځکه په وینا یې اوس د ځینو ګاونډیو هېوادونو په پالیسو کې هم د افغانستان په تړاو بدلونونه راغلي دي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس زیاته کړه، چې تر څه مودې وړاندې پورې د ځینو ګاونډیو هېوادونو پالیسي د امنیتي دوسیې په شکل و او هڅه یې دا وه، چې د نظامي لارې په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسېږي، خو اوس ښکاري، چې په پالیسیو کې یې بدلون راغلی او دوی هم ښايي دې پایلې ته رسېدلي وي، چې باید د سیاسي او اقتصادي دوسیې له لارې افغانستان ته داخل شي.

نوموړي د سولې په اړه وویل، چې په دې برخه کې اوس ښه پرمختګونه شوي او ډېر ژر ده چې افغان ولس یو داسې زېری واوري، چې دا ۴۰ کاله یې انتظار باسي.

د سولې عالي شورا چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له تېرو دریو ورځو راهیسې د اماراتو پلازمېنه اوبوظبۍ کې د امریکا، طالبانو، اماراتو، سعودي او پاکستان د استازو تر منځ پر سوله خبرې روانې دي.