کور پاڼه / راپورونه / ننګرهار کې د چاودنې د مرګ ژوبلې شمیره ۱۴ ته لوړه شوه

ننګرهار کې د چاودنې د مرګ ژوبلې شمیره ۱۴ ته لوړه شوه

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي د جلال اباد د ښار په لومړې ناحيه کې په موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله ۴ ملکي وګړي شهیدان شوي دي .

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خبریال ډاټ کام ته وویل د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې نن د کب په ۲۸مه له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه او پنخلس دقیقې پر یو موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو چاودنه کړې

د نوموړي په خبره د دې چاودنې په ترڅ کې ۴ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۱۰ نور ټپیان دي

خوږیاڼي خبریال ډاټ کام ته زیانه کړه د پېښې ټپیان د جلال اباد حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه لیږدول شوي دي .

په همدې حال کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړی عبیدالله شینواري خبریال ډاټ کام سره په خبرو کې په ياده پېښه ژوره خواشيني څرګنده کړه او دغه ډول کارونه يي د هیواد ددښمنانو کار وباله.

عبیدالله شینواري خبریال ډاټ کام ته زیاته کړه (( شهيدانو ته له الله پاک څخه د فردوس جنت، ټپيانو ته د سمدستي روغتيا، کورنۍ غړو او خپلوانو ته يې د جميل صبر هيله کوم.))

د يادونې وړ ده چې تر دې دمه د دغه پېښه پړه کومې وسله والي ډلي نه ده منلي

دا چاودنه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې چاودنې ته څيرمه د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار لويه غونډه د ختمیدو په حال کې وه

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

کابل کې ۵۰ سلنه جرمونه کم شوي

چارواکي وايي په کابل کې د تېرو درېيو مياشتو په پرتله ۵۰سلنه جرمونه کم شوي …

امارات د افغانستان په اقتصادي برخه کې مرسته کوي

 متحده عربي امارات د افغانستان د بنسټيزو او لويو پروژو په برخه کې د همکاريو …