fbpx

شاه رخ خان: زيرو فلم ډېر خوندور دى

د هندي سينما د نوموتو ستورو شاه رخ خان، انوشکا شرما او کترينه کېف نوى فلم به سبا (د دسمبر ٢١مه) نندارې ته وړاندې شي. د دې فلم په اړه درې واړو مرکزي ستورو خبرې کړي دي او دا يې هم ويلي دي چې ولې بايد خلک دا فلم وګوري.

په روان کال کې ډېر شمېر لوى فلمونه نندارې ته وړاندې شول، خو يو فلم چې د فلم مينه وال ورته زيات په تمه ول، هغه د شاه رخ خان (زيرو) فلم و، چې اوس د کال په وروستۍ مياشت کې نندارې ته وړاندې کېږي. د دې فلم ځانګړې خبره دا ده، چې دا فلم د يوه وړوکي قد لرونکي انسان پر ژوند جوړ شوى دى، چې د دغه وړوکي کس رول پکې شاه رخ خان لوبولى دى.

کله چې د دې فلم ټرېلر يا لومړى کليپ خپور شو، نو هغه بېخي زيات خلک وليده، ويل کېږي چې د فلمونو د ټرېلرو ټول ريکارډونه يې مات کړل او په دغه برخه کې يې نوى ريکارډ په خپل نوم کړ.

شاه رخ خان د فلم د کتو په اړه وايي، چې تاسې کولاى شئ دا فلم د خپلې کورنۍ سره وګورئ، ځکه دا يو خوندور فلم دى او څو ساعته به مو ډېر ښه ورسره تېر شي. هغه وايي چې ټولو ستورو ډېر ښه کار کړى دى او دا فلم به ستاسو له فکر څخه ډېر بدل وي.

انوشکا شرما په دې فلم کې د يوې ناروغې نجلۍ رول لوبولى دى، هغه وايي چې دا فلم به نه يوازې تاسې ډېر وخندوي، بلکې په خندا خندا کې به تاسې وژړوي. بلخوا بيا کترينه کېف، چې په دې فلم کې يې د (ببيتا کماري) په نوم د يوې فلمي ممثلې رول لوبولى دى، وايي چې خندا تر ټولو مهم شى دى او (زيرو) فلم به ستاسو په مخونو خندا خپره کړي.

ياده دې وي چې د آنند ايل راى فلم (زيرو) چې شاه رخ خان، انوشکا شرما او کترينه کېف پکې مرکزي رولونه لوبولي، د دسمبر په ٢١مه نېټه په ټوله نړۍ کې نندارې ته وړاندې کېږي. د دې فلم ټرېلر تراوسه پورې له ١٠٩ ميليون څخه زياتو کسانو په يوټيوب کې ليدلى دى.