fbpx

داماراتو درې ورځنۍ غونډه او دپاکستان ګټه ! میروېس افغان

د 2018 کال د ډسمبر میاشتې (16) مه نېټه وه چې د ابوظبئ پر هوايي ډګر د پاکستان د پوځ یوه وړه الوتکه راکوزه شوه. دې الوتکې نه د پاکستان د استخباراتي ادارې آی آیس آی د بهرنیو چارو د بورډ غړی جنرال حسن او د افغانستان لپاره د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی د چارو مشر کرنل عبدالله، له خپل یوه بل پوځي‌‌ سره راکوز شول.

ورپسې د طالبانو د دفتر د اداري چارو ريیس چې د طالبانو او د خپل مشر مولوي ‌هیبت الله اخوند ترمنځ د رابطې مسئول دی امیر خان متقي، ملا عباس اخند، حافظ يحيا، مولوي حماس او د متقي صېب ورور احمدالله متقي، چې د اطلاعاتو او کلتور کمېسیون مشر دی، راکوز شول. (حافظ یحیا او مولوي حماس دواړه د طالبانو د حقاني ډلې‌ سره تړاو لري.)

دوی مخامخ ابوظبئ ته لاړل او هلته دوی لومړی د قطر نه امارات ته له راغليو ‌طالب مشرانو سره وکتل. له قطري طالب مشرانو مولوي عبدالسلام حنفي، ملا فاضل اخند، ملا خیرالله خیرخوا، مولوي شهاب الدين دلاور، قاري دين محمد او سهيل شاهين اماراتو ته تللي وو.

د طالبانو د سیاسي ‌دفتر مشر مولوي عباس ستانکزی له وړاندې ‌په اماراتو کې و، ځکه د نوموړي ‌کور هلته دی او ابوظبئ کې اوسېږي. البته له قطر څخه د مولوي خیرالله خیرخوا او ملا فاضل اخوند راتګ چې شاوخوا (8) ساعته وځنډېدو، د خبرو بهیر لږ غوندې ټکنی کړ، د دوی دواړو نومونه په نړيوال تور لیست کې شامل دي او سرحدي‌ ځواکونو د سفر اجازه نه ورکوله، خو وروسته د زلمي خلیلزاد په ځانګړې سپارښتنه دواړه مشران اماراتو ته ورسېدل. هم دا علت و چې د ابوظبئ په غونډه کې له تور لیسته د طالب مشرانو د وتلو پر خبرو زیات ټینګار وشو.

که څه هم د اماراتو د غونډې د بریالیتوب خبرې په نېژدې هره رسنۍ کې روانې دي‌، خو د امارات غونډه بریالۍ نه وه. په غونډه کې یو ځل بیا تکراراً د امریکا نه ځیني غوښتنې وشوې.

لومړۍ: د افغانستان نه د امریکا د وتلو د مهال وېش غوښتنه.

دوهمه: د نه وتلو په صورت کې د مامریت د بڼې د بدلولو غوښتنه .

دریمه: پر ولسمي‌ وګړو د بمباریو د بندولو غوښتنه .

څلورم: د طالب زندانیانو د خوشي کېدو غوښتنه .

پنځم: له تور لیسته دې‌ د طالبانود مشرانو د وتلوغوښتنه .

دا ټولې ‌تکراري غوښتنې وې، خو یوه غوښتنه چې د سعودي عربستان د استخباراتو دمرستیال له لوري وشوه او د اماراتو داستخباراتو مرستیال یې ملاتړ وکړ له طالبانو نه د (3) میاشتو د اوربند غوښتنه وه .

دې غونډه کې طالبانو او افغان حکومت دواړو سخت تاوان وکړ، او تر ډېره بریده یې ګټه د ګاونډي ‌هیواد پاکستان ته لاړه.

یوې معتبري سرچینې راته وویل چې پاکستان افغان حکومت وربللی وو چې له طالبانو سره به یې مخامخ کړي ،خو طالبانو ته یې ویلي وو چې تاسو به له افغان پلاوي سره هیڅ ډول لیدل نه کوئ .

د پاکستان څارګرې ادارې آی ایس آی په دې غونډه کې درې مهم هدفونه لرل.

لومړى: پاکستان ټولې ‌نړۍ ته یو ځل بیا روښانه کړه، چې طالبان یې په لاس کې دي ‌او هر لور ته چې وغواړي‌ بیولای یې شي.

دوهم: پاکستان د افغانستان د سولې‌ ټاکلی بورډ په امارات کې د طالبانو په مټ مسخره کړ او طالب مشرانو ته یې په ټینګار سره وویل چې له افغان پلاوي سره ونه ګوري.

دریم: پاکستان افغانستان، قطر، عرب اماراتو، سعودي ‌عربستان او امریکا متحده ایالاتو ته وبرېښوله چې د افغانستان د سولې کيلي د پاکستان په لاس کې ده او د لږ امکاناتو په بدل کې دا کیلي چاته نه سپارل کېږي.

د امارات غونډې‌ د طالبانو د جګړې سپیڅلتوب په تمامه معنا تر سوال لاندې راوست او همداراز د پنځو طالبانو له راتګ سره د طالبانو پر خپلواکۍ هم دا شکونه پیدا شول چې دوی آزاد نه دي.

طالبانو دا راتګ ثابته کړه چې دوی د پاکستان تر کنټرول لاندې دي .

طالبانو چې اوس یې په نړيواله کچه په سیاسي ‌ډګر کې یو باور ترلاسه کړی، د پاکستان دې کړنې یې باور تر سوال لاندې راوست ‌او د قطر دفتر هغه امتیاز ښايي له لاسه ورکړي، چې د طالب مشر ملا محمد عمر اخوند ارمان، پرېکړه او طالبانو ته په میراث کې پاتې لاسته راوړنه وي. اوس ښايي د پاکستان د چال په چلولو دا دفتر د همېشه لپاره بند شي او که بند نه شي‌ نو د قطر حکومت ته ښايي طالبان خپل باور له لاسه ورکړي.

اماراتو ته د قطر د دفتر را انتقالول ډېر زیات زیانونه لري‌، خو د طالبانو د سیاسي شورا ريیس ښاغلی ملا عباس اخوند دې ته خوشحاله دی چې د قطر دفتر عرب اماراتو ته را انتقال شي‌، ځکه نوموړی په اماراتو کې کور لري او شخصي کاروبار هم په امارات کې کوي.

که څه هم د ستانکزي صېب د کور د انتقالیدو خبره و قطر ته بیا بیا د طالب مشرانو له لوري ‌شوې ده، خو نوموړي تراوسه پورې ‌دا خبره نه ده منلې.

په قطر کې د طالبانو (18) کسیزه شورا شته چې ځواکمن طالب مشران ورکې راغونډ دي. د دې مشرانو هره څېره مطرح او بانفوذ ه سه ده، خو تر ټولو مطرح څېرې یې ملا فاضل اخوند، ملا نورالله نوري، خیرالله خیرخوا،‌ عبدالحق وثیق، مولوي شهاب الدین دلاور او مولوي دین محمد دي.

په قطر کې د طالبانو د شورا شتون د پاکستان لپاره یو سرخوږی دی، هلته ډېری طالب مشران د پاکستان د استخباراتو خبره نه مني او ځانونه خودمختار ګڼي‌، خو پاکستان هڅه کوي‌ چې د سولې په بهانه له نړيوالې ‌ټولنې امتیازات ترلاسه کړي.

پاکستان د عرب اماراتو څخه د دوه ملیارده ډالرو پور په دې شرط تر لاسه کړ، چې د سولې د کوربه توب امتیاز به د قطر چې ددوی مخالف هیواد دی څخه اخیستل کیږي او اماراتو ته به ورکول کیږي. ځکه اوس د افغانستان سوله تر افغانانو زیاته امریکا ته مهمه شوې ده، امریکا غواړي ‌سوله وکړي‌، دا علت دی چې پاکستان په دې ډګر ته راودانګل.

د پاکستان حکومت اوس له سعودي ‌عربستان نه د (6) میلیاردو مشروط پور په دې باور غوښتی چې د طالبانو د قطر دفتر او د سولې ‌پروسه به د سعودي‌ عربستان د دښمن هیواد قطر څخه عرب اماراتو ته انتقالوي او د دې پروسې د ضمانت په ډول به دوهمه غونډه په سعودي عربستان کې کوي.

د سولي‌ درې ورځنۍ خبرې ‌چې په اماراتو کې وشوې، دا یوازې د پاکستان په ګټه او تر ټولو ډېرې‌ د طالبانو په زیان تمامې ‌شوې.

د طالبانو مشرانو ته په کار دي‌ چې د پاکستان فشار ته غاړه کښېنږدي، ځکه اوس هغه وخت رارسېدلی دی چې طالبان په خپله هم پر خپله قضیه خبرې ‌کولای شي.

د سعودي او اماراتو د ملي ‌امنیت سلا کاران او زلمى خلیلزاد چې د غونډې درې نور اړخونه ول، له طالبانو پرته پر دې غږېدلي دي چې طالبان که هر ځای وي، د کنټرول مزی یې د پاکستان په لاس کې دى. لاهم وخت شته چې د طالبانو سیاسي دفتر د سعودي عربستان، عربي اماراتو او زلمي خلیلزاد سره خبرې وکړي او د پاکستان په دوسیه او دسیسه یې وپوهوي او هغه کریډیټ او باور چې پاکستان دطالبانو پرلاس اخیستی بیرته ترلاسه کړي .

که څه هم طالبان ځینی ریښتونې مجبورۍ لري ،خو له پاکستانه دراغلي طالب پلاوي اکثره غړي  د پاکستاني استخباراتو سره په نېژدې اړیکو تورن دي . چي دا دطالبانو پر خپلواکي يو تور داغ دئ .

ښايي هغه څه چې افغان حکومت او نړيوالې ټولنې په تېرو پنځلسو کلونو کې د طالبانو خلاف ترلاسه نه کړل او دا تحریک یې مات نه کړای شو، اوس ترلاسه او د طالبانو دا اوږدمهاله مقاومت او د ملا محمد عمر اخوند تحریک ته دروند زیان واړوي‌.

د اماراتو غونډې دا تاوان هم پېښ کړ چې  د افغان سولې خبرو کې د ماسکو، چین ، منځنۍ اسیا، ترکیې، قطر او ایران هڅې کم رنګه شوې او طالبان یوځل بیا د پاکستان تر سیوري‌ لاندي راڅرګند شول .

اوس به څه کېږي؟

که په سعودي عربستان کې دوهمه غونډه وشي، یا د غونډې د پخلي خبر تر قطري‌ چارواکو ورسېږي، ‌نو لومړنی کار به ښايي دا وي چې قطر به د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عباس ستانکزی له قطر څخه بند کړي او دا به د جنجال د پیل زنګ وي.

که څه هم د طالبانو مشران په دې هڅه کې دي چې د قطر د دفتر مشري ‌له ښاغلي ‌ستانکزي نه واخلي‌، یا یې ملا خیرالله خیرخوا ته ورکړي، یا د ملا عمر اخوند ورور ملا منان اخوند ته ‌او یا هم له زندان نه راخوشې شوي ملا برادر اخوند ته، خو که دا کار د سعودي تر غونډې وړاندې وشي، د طالبانو لپاره به د اوړو پوزه شي، او که وروسته وشي بیا به یې ګټه هغومره نه وي، ځکه د قطر دفتر به د عربي اماراتو او سعودي‌ عربستان سره د خپلې ‌تربګنۍ لومړنی ګام دا اخلي‌ چې له خپله هیواده به د طالبانو د سیاسي ‌دفتر مشر بندوي.

دوهم ګام به د قطر له لوري‌ دا وي چې ښايي طالب مشرانو ته دیوه ضرب الاجل له مخي‌ د کډو بارولو امر وکړي. طالب مشران که خپل دفتر د قطر پر ځای په سعودي یا اماراتو کې جوړ کړي، ښايي هم دا به دطالبانو د اوږده سیاسي تحریک د زوال پیلامه وي .

درنښت

لیکوال : میروېس افغان