fbpx

شفيق ستانکزى په رښتيا هم لاسته راوړنې لري؟

تېره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ کې د دغه بورډ اجراييه رييس شفيق ستانکزي څلور کاله په دغه چوکۍ پوره شوي دي، چې يې د کرکټ بورډ غړو څلور کلنه کاري دوره لمانځلې ده او يو شمېر لاسته راوړنې يې د شفيق ستانکزي په نوم کړي دي. تر دې دمخه چې دې ته لاړه شم چې د شفيق ستانکزي د لاسته راوړنو په اړه د ولس يا د کرکټ د مينه والو غبرګون څه دى؟، لومړى درسره خپل نظر هم شريکومه، چې ايا رښتيا هم شفيق ستانکزي دومره زياتې لاسته راوړنې لري؟

کرکټ بورډ چې د دغه غونډې کوم خبر خپور کړى، په هغې کې راغلي دي چې شفيق ستانکزي د خپل راتګ سره سم لس کلن پلان جوړ کړى و، چې په دغه پلان کې يې د کرکټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کول، د بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو پر وړاندې بریاوې، د ټيسټ کرکټ کولو حیثیت ترلاسه کول، د یو ورځنيو او شل اوریزو لوبو په ډلبندیو کې د ځانګړو مقامونو اخيستل، د نړيوال شل اوریز لیګ درلودل، د اساس نامې تصویبول او په شپږو مهمو ولايتونو کې د کرکټ معیاري لوبغالو جوړول شامل و.شفيق لمانځنه

له نورو خبرو يې تېرېږمه، يوازې په همدې څو خبرو يې خپل نظر شريکومه. لومړۍ خبره خو دا ده چې ښاغلى ستانکزى دومره وړتيا نه لري چې د لس کلونو لپاره پلان جوړ کړي، ځکه څه ورځې مخکې چې کله ښاغلي ستانکزي د کورني کرکټ لپاره د درې کلن پلان خبره کړې وه، نو د کرکټ بورډ مخکنيو کارکوونکو هغه پلان چې هغوى جوړ کړى و، په ټولنيزو رسنيو کې يې په اړه د هغې په اړه وليکل او وې ويل چې ستانکزي هغه پلان په خپل نوم کړ، کوم چې دوى جوړ کړى و.

همدا راز د بشپړ غړيتوب ترلاسه کول د کرکټ بورډ پخواني چيرمېن عاطف مشعل په خپل نوم کړي او هغه ټول کابل په همدې بلبورډونو ډک کړى و، چې دا د ده لاسته راوړنه ده، نو هغه وخت ښاغلى ستانکزى بېخي غلى و، همدا راز د کرکټ بورډ يو بل پخوانى چيرمېن نسيم دانش هم وايي، چې دا د ده پلان و او د دې کار لپاره ده ډېر پخوا پلان جوړ کړى و.

د بشپړ غړيتوب لرونکو لوبډلو پر وړاندې برياوې يا هم ورسره لوبې ترسره کول خو بېخي د رشخند خبره ځکه ده، چې تراوسه پورې زموږ کرکټ بورډ په دې نه دى توانېدلى چې له آيرلېنډ او سکاټلېنډ پرته له بل چا سره لوبې برابرې کړي، که افغانستان له کومو بشپړ غړيتوب لرونکو لوبډلو سره لوبې ترسره کړي هم دي، هغه د کرکټ نړيوالې شورا له برکته، نه د افغانستان کرکټ بورډ له برکته.

همدا راز که د نړيوال شل اوريز ليګ خبره وشي، هم ستانکزى پکې هېڅ رول نه لري او معياري لوبغالى خو آن په سرښار کابل کې تراوسه جوړ نه شو، نو په ولايتونو کې به څه حال وي. په ولايتونو کې تش په نوم په لوبغالو کار روان دى، خو په عملي بڼه هېڅ هم نشته.

اوس به راشو دې ته، چې ياد خبر کله د افغانستان کرکټ بورډ له پاڼې خپور شو، نو د ولس ردعمل پرې څه و، په دې برخه کې غواړمه چې د يو شمېر هغه خلکو نظرونه راواخلم، چا چې ياد خبر باندې تبصرې کړې دي، که تاسې په دغه اړه تبصرې ولولئ، نو د يو څو نه پرته، ټولې د ښاغلي شفيق ستانکزي پر ضد شوي دي.

لومړى تبصره د خان نور رحمان په نوم يو تن کړې ده او ليکلي يې دي چې ښاغلى شفيق ستانکزى بايد څارنوالۍ ته معرفي شي. همدا راز کوچي حکم خان ليکلي دي، چې د ښاغلي شفيق ستانکزي دوره به کله ختمېږي، چې ژر له کرکټ بورډ څخه لاړ شي. عبدالاحد تلوار بيا سختې نيوکې کړي دي او ويلي يې دي چې څومره نړيوالې لوبې هم ترسره شوي، هغه د کرکټ نړيوالې شورا په مرسته شوي دي، کرکټ بورډ يا په ځانګړې توګه شفيق ستانکزى هېڅ لاسته راوړنه نه لري او دا بې ځايه لمانځنې دې نه کوي.تبصره ١

همدا راز حبيب الله ساپي هم پر ښاغلي  ستانکزي سختې نيوکې کړي دي او تور يې پورې کړى دى، چې ښاغلي ستانکزي د افغانستان د کرکټ د ودې لپاره هېڅ نه دي کړي او که څه يې کړي دي، نو د ځان لپاره يې کړي دي. اسد الله وفا بيا وايي چې د افغانستان له سکاټلېنډ سره لوبې کول افغانستان ته تاوان رسوي او کرکټ بورډ بايد داسې کار نه واى کړى، بلکې د دې پر ځاى يې کوم بشپړ غړيتوب لرونکي هېواد سره لوبې برابرې کړې واى.تبصره ٢

د خېبر هادي په نوم يو تن ليکلي دي، چې شفيق ستانکزي د کار په بدل کې معاش اخيستى دى، اوس دا څنګه حق لري چې د کرکټ بورډ په پېسو د خپل ځان لپاره د لمانځنې غونډې جوړوي، خو آصف زيارمل بيا ليکي، چې بدمعاش دى، نو ځکه به يې لمانځي، خو دا يې هم ويلي، چې هغه به ورځ به کله وي چې له کرکټ بورډ به لاړ شي.

لاهور جان لکڼوال بيا وايي، چې د ښاغلي شفيق ستانکزي کليزې بېخي ډېرې لمانځل کېږي، خو کرکټ بورډ همداسې وران پروت دى، کرکټ راجوړ کړئ. نقيب الله جبارخېل بيا ليکي، چې ټول کرکټ بورډ تغير شو، خو ښاغلى شفيق ستانکزى له کرکټ بورډ څخه ليرې نه شو.تبصره ٣

دا يو څو د ګوتې په شمېر تبصرې دي، چې ما د کرکټ بورډ له پاڼې راغونډې کړي دي او بيا مې ډېر په ښو ټکو کې دلته له تاسو سره ليکلي دي، نور يې تاسې سکرين شاټونه هم ليدلى شئ. همدا راز زما خپله تبصره ما په لومړي سر کې وليکله. اوس نو تاسې راسره خپل نظر هم په تبصرو کې شريک کړئ، چې تاسې د ښاغلي شفيق ستانکزي د لاسته راوړنو په اړه څه فکر کوئ.

ليکواله : عاليه راوي اکبر

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

ليکنه د ليکوال خپل نظر دى، لازمه نه ده چې د خبريال اداره دې ورسره همغږې وي. تاسې هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې د خپراوي لپاره راولېږئ. زموږ برېښناليک: khabarialweb@gmail.com