fbpx

د شاه رخ خان بخت ويده شوى

که وويل شي چې د شاه رخ خان بخت ويده شوى دى، نو غلطه به نه وي، ځکه په ٢٠١٧ کې د نوموړي نندارې ته وړاندې شوى فلم (هيري ميټ سيجل) هم له ناکامۍ سره مخ شوى و او داسې ښکاري چې نن يې نندارې ته وړاندې شوى نوى فلم (زيرو) هم د ناکامۍ پر لور روان دى.

د شاه رخ خان، کترينه کېف او انوشکا شرما فلم (زيرو) ته د خلکو ډېره تمه وه، خو نن چې فلم نندارې ته وړاندې شو، نو هېڅ ښې تبصرې پرې نه دي شوي. د هند لويو وېبپاڼو او يا هم فلمي کره کتونکو ورته ناکام فلم ويلي دي او زيات نه زيات ٣ ستوري ورکړل شوي دي. ځينو کسانو خو بيا يوازې ١ ستورى ورکړى دى او ويلي يې دي چې فلم ناکامه دى. د هندي فلمونو کره کتونکي ترن آدرش بيا په خپله ټويټر پاڼه ليکلي دي، چې د (زيرو) فلم لپاره يوازې يوه جمله کاروم او هغه (ناکام) ده.

د انند اېل راى سره ډېر وخت وروسته شاه رخ خان په يوه داسې فلم کې کار وکړ، که يوې خواته په دې فلم کې د شاه رخ خان د قد په اړه خلک ډېر په تمه و، نو بلخوا دا خبره هم وه چې شاه رخ خان او انند اېل راى يو ځاى کار کاوه، همدا راز انوشکا شرما او کترينه کېف هم په دې فلم کې و، خو بيا هم د خلکو فلم خوښ نه شو.

فلمي کره کتونکي بيا د شاه رخ خان، انوشکا شرما او کترينه کېف کار ستايي، خو وايي چې په کيسه خواري نه ده شوې او که چېرته په کيسه خواري شوې واى، نو دا به يو ډېر ښه فلم و. دوى دا هم وايي، چې د فلم لومړۍ نيمايي برخه ښه او دوهمه نيمايي برخه يې ډېر بېخونده ده. ځينو بيا لا ويلي دي، چې لومړۍ نيمايي برخه او دوهمه نيمايي برخه داسې ښکاري چې بيل بيل فلمونه وي.

بلخوا هندي رسنيو يو بل خبر خپور کړى دى، چې د شاه رخ خان (زيرو) فلم د نندارې ته وړاندې کېدو نه څو ساعته وروسته آنلاين خپور شوى دى، چې دا هم کولاى شي د فلم ګټې ته زيات تاوان ورسوي.

ياده دې وي چې د شاه رخ خان فلم (زيرو) نن د هند په ګډون په ټوله نړۍ کې نندارې ته وړاندې شوى دى. د دې فلم ټرېلر هم تر ١٠٧ ميليونه زياتو خلکو کتلى و، چې دا ځان ته يو ريکارډ دى.