fbpx

ننګرهار کې ۵۱ میله وسلې نیول شوي

سرحدي ځواکونو ننګرهار ولایت کې ۵۱ میله ډول ډول وسلې، چې له پاکستانه، افغانستان ته راوړل کېدلې نیولې دي.

چارواکي وايي، د همدې وسلو په تړاو شپږ تنه قاچاق کوونکي هم نیول شوي دي، چې وسلې او قاچاق کوونکي د سرحدي ځواکونو په لومړۍ لوا کې خبریالانو ته وښودل شول.

ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان برید جنرال محمد ایوب حسین خېل رسنیو ته وویل، دغه وسلې او قاچاق کوونکي د مومنددرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د عملياتو نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په نیول شویو وسلو کې ۳۰ برېټا تومانچې، ۲۱ کلاشينکوفونه او څلور بم غورځوونکي ټوپک شامل دي.

هغه وايي، په همدې تړاو شپږ تنه نیول شویو قاچاق کوونکو دغه وسلې له پاکستانه د پولې دې غاړې ته رلېږدولې تر څو یې طالبانو ته د جګړې په موخه ورسوي.

یادوني وړده چې څو ورځې وړاندې هم افغان امنیتي ځواکونو په همدې مومنددرې ولسوالۍ کې لسګونه میله ډول ډول وسلې نیولې .