fbpx

پاکستان د ډونالډ ټرمپ د وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتو په اړه د ډونالډ ټرمپ د وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی دی.
هغه زیاته کړې چې دا پرېکړه د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې مخامخ خبرې لا اسانه کولی شي.

قریشي ویلي، پاکستان د افغان سولې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او زیاتوي، دوی ځینې طالب بندیان ځکه له بنده ازاد کړل چې د سولې خبرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له طالبانو سره په ابوظبۍ کې وکتل، چې خبرې یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د طالب بندیانو پر خوشي کولو او د جګړو پر مهال د ملکيانو پر خوندیتابه متمرکزي وې.