fbpx

پاکستاني ښوونځيو کې ٧٥ سلنه نجونې نشه کوي

تازه معلومات چې په ډاګه شوي دي، ښايي چې د پاکستان په ښوونځيو کې ٧٥ سلنه نجونې نشه کوي. په دې اړه بي بي سي پښتو يو راپور خپور کړى دى، چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير شهريار خان اپريدي له قوله يې ليکلي دي، چې د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې په ښوونځيو کې ٧٥ سلنه نجونې او ٥٥ سلنه هلکان نشه کوي.

که څه هم د کورنيو چارو وزير په دې څرګندونو سختې نيوکې شوي دي، خو په ٢٠١٦ کال کې هم په پاکستان کې په ښوونځيو کې يوه سروې شوې وه، چې پکې ويل شوي و چې د اسلام اباد په څلوېښت تعليمي ادارو کې ٤٠٠ نجونې او هلکان نشه کوي.

دا هم ولولئ:

پاکستان د زيات خرو لرونکو هېوادونو په ليسټ کې دريم مقام لري

دغه پاکستاني مذهبي ټيکيدار ټول پښتون قام ته سپکاوى کړى

د پاکستاني پوځ پر ضد پښتنو يو ځل بيا زبردست احتجاج کړى

په پاکستان کې ورځ تر بلې په نجونو او هلکانو کې د نشې لت زياتېږي، په دې اړه د پاکستان د بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري هم ويلي دي، چې په نجونو او هلکانو کې نشه ٧٠ سلنه زياته شوې ده.

په يوه راپور کې ويل شوي دي چې په پاکستان کې نجونې د بنګو، زينيکس، ميت، هيروين او پي اى په نوم نشې کوي، خو بلخوا دا هم ويل شوي دي چې د چرسو او شرابو نشه هم په پاکستان کې په نجونو او هلکانو کې زياته خوښول کېږي.

بي بي سي په اسلام اباد کې له يو شمېر نجونو سره خبرې کړې دي، چې هغوى د نوم نه ښودلو په شرط ورته ويلي دي، چې دوى نشه کوي او له نشې پرته يې ګوزاره نه کېږي. يوې نجلۍ ورته ويلي دي، چې که چېرته نشه ونکړي، نو بيا مجبوره ده چې ځانوژنه وکړي، خو هغه نه غواړي چې ځانوژنه وکړي، نو ځکه نشه کوي.