fbpx

دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته نوي وزیران معرفي شول

د ولسمشر د فرمان له مخې اسدالله خالد د افغانستان د ملي دفاع او امر الله صالح د کورنیو چارو د سرپرست وزیرانو په توګه ګومارل شوي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه رسینو ته په استول شوو حکومونو کې راغلي چې یاد سرپرستان وزیران به ولسی جرګې ته د باور رایی اخیستلو لپاره معرفي شي.
ترهغه چې نوي وزيران له ولسي جرګې څخه د باور رایه اخلي اوسني سر پرست وزیران به د یادو وزارتونو چارې پر مخ وړي.
نوي سر پرست وزيران د پخواني ولسمشر حامد کرزی په دوره کې دواړه د ملي امنیت رییسان تیر شوي.
امرالله صالح د اشرف غني په حکومت کې هم یو ځل په واک کې شو نوموړی په امنیتي چارو کې د دولت وزیر و چې وروسته يې استعفا وکړه.
کله چې پر اسد الله خالد په ۲۰۱۲ کال کې ځانمرګی برید شو بیا له تدواي وروسته پر کور کیناست له هغه وروسته دا لومړي ځل دی چې په حکومت کې په یوه لوړ پوست مقرریږي .