fbpx

ښایې ځینو ولایتونو په لومړنیو پایلو کې سل تر پنځوس سلنې تغیرات راوستل شي

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي چې د ثبت شویو شکایتونو مستندوالي ته په کتو، ښایي د ځینو ولایتونو په لومړنیو پایلو کې سل فیصده تغیر راشي.

د یاد کمیسیون په خبره د یو شمېر ولایتونو د بیاځلي ثبت شویو شکایتونو له مخي ښایي د ځینو ولایتونو په لومړنیو پایلو کې سل تر پنځوس سلنې تغیرات راوستل شي.د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مرستیالې حمیرا حقمل وویل، د ثبت شویو شکایتونو مستندوالي ته په کتو د ځینو ولایتونو په پایلو کې بدلون حتمي دی.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه، د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم یا عقرب میاشتې په ۱۹مه اعلان شي، خو د ټاکنو کمیسیون وایي چې په ټاکنو کې یو شمېر ستونزو او شکایتونو ته په کتو، دغه پایلې په مقطعي ډول اعلانوي..