fbpx

پکتیکا او غزني کې ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

پکتیکا ولایت کې د حقاني شبکې یو لوړ پوړی نظامي مسوول له خپلو شپږو ملګرو سره یو ځای په یوه هوايي برید کې وژل شوی.
امنیتي مسوولین زیاتوي،  چې د حقاني شبکې دغه وژل شوی نظامي قوماندان سیف الله نومېږي.
په پکتیکا کې د ملي اردو د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن محمد ایوب میرویس ویلي، پر سیف الله د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې هوايي برید شوی.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې سیف الله او د هغه شپږ ملګري وژل شوي دي.
د دې افغان پوځي چارواکي په وینا سیف الله د برمل ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال مرستیال هم وو.
که څه هم نوموړي دا نه دي ویلي، چې سیف الله او ملګري یې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي که د بهرنیو ځواکونو.
بلخوا د افغان هوایې او کومانډو ځواکونو په غزني ولایت کې عملیات کړي چې  په ترڅ کې  دوه تنه وسله وال وژل شوي او ۱۷ تنه یې ژوندي نیول شوي په یادو عملیاتو کې ملکي کسانو او امنیتي ځواکونو ته زیان ندی اوښتی.