fbpx

د طالبانو دوه مهم قوماندانان وژل شوي

فراه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د طالبانو دوه مهم قوماندانان حاجي ملا بختاور زوري او ملا نبي وژل شوي.

دملي دفاع وزارت ویاند غفورجاويد رسنیو ته وویل، چې بهرنیو ځواکونو تېره شپه د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې هوايي بریدونو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي، چې یو هم په کې د دې ډلې یو مهم قوماندان حاجي ملا بختاور زوري هم شامل دی.

بل خوا امنیتي سرچینې وايي، د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په دهزک کلي کې هم پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه شوي، چې یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د سرې قطعې مرستیال ملا نبي هم وژل شوی دی.

د فراه چارواکي وايي، په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو پر مهمو کسانو ځمکني او هوايي بریدونه زیات شوي او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې، چې ورسره سم د لویو لارو په امنیت کې هم څه ښووالی راغلی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Loading...