fbpx

امریکا: له سوریې نه د ۲۰۰۰ امریکایې سرتېرو د ایستلو پلان لاسلیک شو

د امریکا دفاع وزارت وایي، له سوریې نه د سرتېرو د ایستلو امر لاسلیک شوی دی امریکایي پوځ هم ددې خبر پخلی کړی دی چې له سوریې نه د ۲۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پلان لاسلیک شوی دی.
د امریکا ولسمشر د ډسمبر په ۱۹مه نېټه له سوریې د امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه او ویې ویل چې په سوریه کې داعش ډله ځپل شوې او سرتېرې یې بیرته ستنېږي.

د امریکا کانګرس ډموکراټو او جمهوري غوښتونکو غړو او د واشنګټن نړیوالو متحدینو د ټرمپ پر دې پرېکړه نیوکې کړې دي. ځینو منتقدینو له سوریې د امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه په دغه هېواد کې له کرد وسله والو سره خیانت بللی دی.

امریکا په ۲۰۱۵ میلادي کال کې سوریې ته خپل ځمکني ځواکونه استولي وو.