fbpx

پنټاګون: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستلو په تړاو له دقته کار واخلۍ

پنټاګون د افغان جګړې په اړه د خپلو ارزونو یو راپور د امریکا کانګرس ته لېږلی دی. په راپور کې راځي چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا په تګلاره کې په افغانستان کې د سرتېرو ډېرول او پر طالبانو د نظامي فشار خبره شوې وه.

 د سرچینې په خبره ددې دوو کړنو موخه دا وه، چې طالبان د جګړې په ډګر کې کمزوري او سولې ته اړ کړل شي، خو اوس چې ټرمپ غواړي له افغانستان خپل سرتېري وباسي دا به بدې پایلې ولري په راپور کې راغلي دي، که امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي، نو هغه لاس ته راوړنې له خطر سره مخ کېدلی شي، چې پر طالبانو د نظامي فشارونو پر مټ د جګړې په ډګر کې لاس ته راغلې دي.

 پنټاګون کانګرس ته په لېږلي راپور کې د امریکايي عسکرو د وتلو د بدو پایلو په اړه کانګرسمینانو ته خبرداری هم ورکړی دی او له دوی یې غوښتي چې په دې مسئله کې له دقت کار واخلي.