fbpx

۲۳۹ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

ننګرهار ولايت کډوالو چارو ریاست په هلوځلو او د IRC ادارې په مالي مرسته دوه سوه نهه دېرش کډوالو او بې ځای شويو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

. د ننګرهار کډوالو چارو رئيس قاري نجیب الله قیومي وویل، چې یادې کورنۍ په بهسودو، سره رود او جلال اباد ښار کې مېشت دي، چې له سروې وروسته مستحق وپيژندل شول او ورسره نغدي مرسته وشوه. قيومي زياته کړه، چې هرې کورنۍ سره دولس – دولس زره افغانۍ مرسته وشوه،چې وړاندې دغو کورنیو سره د زراعتي کیټ مرستې هم شوې وې.