fbpx

پچير اګام کې د يو پُل د جوړولو چارې پيل شوې

د ننګرهار ولایت د پچير اګام  ولسوالۍ سیمه ییزا چارواکو خبریال ډاټ کام ته وویل په دغه ولسوالۍ کې د ۱۲نيم ميليونه افغانيو په ارزښت د يو پُل د جوړولو چارې پيل شوې

د پچير اګام ولسوال قاري هجرت الله رحماني خبریال ډاټ کام ته وويل، چې دغه پُل د ټولګټو چارو رياست په دولس نيم ميليونه افغانيو مالي لګښت د ممتاز ساختماني شرکت له لوري جوړيږي. نوموړي د ټولګټو چارو رياست څخه وغوښتل، ترڅو په دې ولسوالۍ کې د سړکونو او پلونو جوړونې په برخه کې نورې پروژې هم تطبيق کړي.

ده همدا راز د ممتاز شرکت مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د پُل جوړولو چارې په معياري ډول تر سره کړي.