fbpx

نوې ګمارنې: ګونګی اشرف غني او پاکستان ته د خطر زنګ

د افغانستان ولسمشر اشرف غني له تېر یوه کال راهیسې د پاکستان خلاف ګونګی دی، هیڅ یې ژبه کار نه کوي او په هیڅ ډول د پاکستان لورته نه ورګوري. د پاکستان هیڅ لاس وهنه نه ورته ښکاري، هیڅ یوه اراده یې نه ویني، پر اغزن تار پټه خوله دى، د پاکستان له لوري د سولې په ناکامۍ پټه خوله دى، د پاکستان له لوري د جنرال رازق شهید او جنرال قهرمان شهید په شهادت پټه خوله دى، د پاکستان د ناوړه پالیسۍ او د افغان حکومت په شرمونه هیڅ نه وايي.

ځینې خلک وايي چې اشرف غني‌ هر څه د ټاکنو کمپاین ته ساتلي دي، ځینې خلک وايي چې اشرف غني له پاکستان نه د ټاکنو په تړاو وېره لري، ځینې خلک وايي چې اشرف غني په ټاکنو کې د پاکستان ملاتړ ترلاسه کوي، ځینې خلک وايي چې اشرف غني د پاکستان د ځواب توان نه لري، ځینې خلک وايي چې اشرف غني وخت ته ګوري او پر خپل وخت به غبرګون وښيي، ځینې خلک وايي چې اشرف غني به د واک په دوهمه مرحله کې ډېرې سختې پرېکړې وکړي.

خو زه وايم!

اشرف غني رښتیا هم د پاکستان خلاف ګونګی دی، او دا چې ولې؟ په دې تر اشرف غني او پاکستان ورها خو بل څوک نه پوهېږي، خو اشرف غني په عمل کې د پاکستان خلاف یو سخت ګام واخیست. هغه د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو ته دوه داسې کسان ورمعرفي کړل چې دواړه د پاکستان دښمنان او د هغوی په کړنو تر بل هر چا ښه پوهېږي. د دواړو مشرانو سابقه د پاکستان خلاف تېره شوې ده.

امرالله صالح چې اوس د کورنیو چارو وزارت ته وټاکل شو، د ملي امنیت د ریاست پر مهال په پاکستان کې ښه ژور کار وکړ او تر ډېره یې د پاکستان خلاف د افغانانو مورال قوي وساته. همدا راز اسدالله خالد د ملي امنیت هغه ريیس و چې پاکستان یې بیا بیا د وخت له ولسمشر حامد کرزي څخه د لیري کېدو غوښتنه کوله.

د دفاع وزارت ته د اسدالله خالد ټاکنه د دفاعي‌ ځواکونو ته مورال ورکوي. نوموړی له امریکا سره ژورې اړیکې لري او تر ډېره ښايي له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل وځنډوي. اسدالله خالد د افغانستان هغه څېره ده چې ځوانان ورباندې راغونډېدلای شي او کېدای شي نوموړی په اسانۍ سره د پوځ لیکو ته ځوانان جلب کړي.

دواړو نویو وزیرانو ته مهم وړاندیزونه!

دواړه وزیران باید دافغان امنیتي ساتونکو د تلفاتو مخه ونیسي.

دواړه نوي وزیران بايد د پاکستان خلاف پر خپل پخواني دریځ ولاړ واوسي.

دواړه وزیران دې د ملکي تلفاتو په مخنیوي کې خپلو ځواکونو ته روزنه، او سپارښتنه زیاته کړي.

دواړه وزیران دې د ځمکني حقیقتونو په پام کې نیولو سره دې ته هم پام وکړي چې په رسنیزو تبلیغاتو کې د امنیتي ساتونکو مورال ساتلو او د دښمن د تبلیغاتو د مخنیوي هڅه وکړي.

دواړه وزیران دې په امنیتي برخه کې ژور بدلونونه راولي‌، ځوان او وړ قوماندانان دې د امنیتي ساتونکو لیکو ته ورمعرفي کړي، داسې‌ قوماندانان چې ملي روحیه ولري او تر ډېره د افغانستان ګټې ورته مهمې وي.

د ولس باور باید څنګه تر لاسه کړي؟

د افغانستان د دفاع نوی وزیر اسدالله خالد او د کورنیو چارو نوی وزیر امرالله صالح ته په کار دي چې د ولس د باور د ترلاسه کولو په موخه په اختلاص، رشوت او ځورونو ککړ ځینې قوماندانان په علني‌ ډول محاکمې ته راکش کړي. د ولس د باور لپاره باید د ځینو ځواکمنو ټوپکیانو نه وسلې واخیستل شي. دواړه وزیران دې تر معرفت وړاندې د خپلو جایدادونو حساب له ولس سره شریک کړي.

د ولسمشر سره د چلاو وړاندیز!

دواړه نوي وزیران اسدالله خالد او امرالله صالح دې د واک پر څوکۍ تر ناستې وړاندې له ولسمشر نه د مکمل اختیار ژمنه واخلي، تر څو په خپلو چارو کې بریالي شي. دوی دې ولسمشر ته خپل لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونه ورکړي.

له طالبانو سره چلند!

دواړه نوي وزیران د دفاع وزیر اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزیر امرالله صالح د طالبانو په مخالفت تورن دي. د ولسمشر له لوري د دوی ټاکنه هم په دې معنا ده چې اشرف غني و پاکستان او طالبانو ته په ژبه نه خو په عمل کې ځواب ووایه. دواړه وزیران دې هڅه وکړي چې جګړه له ښارونو او کلیو دښتو ته وباسي. دښتو ته د جګړې وتل دا معنا چې پوځي قرار ګاوې دې‌ په لیرې پرتو سیمو کې کې بېرته فعاله کړي او د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دې د امنیتي ځواکونو شمېر زیات کړي. ښارونه دې‌ له نظامي کېدو وباسي او د استخباراتي معلوماتو پر دقت او راټولولو دې ټینګار وکړي.

ليکوال : شاکر عزيزي

شاکر عزيزي
د ليکنې ليکوال شاکر عزيزي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

ليکنه د ليکوال خپل نظر دى، لازمه نه ده چې د خبريال اداره دې ورسره همغږې وي. تاسې هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې د خپراوي لپاره راولېږئ. زموږ برېښناليک: khabarialweb@gmail.com