fbpx

پنټاګون له افغانستانه باید سرتیري ونه باسو

د امریکا دفاع  وزارت له کانګرس غوښتنه کړې، چې له افغانستان څخه د سرتېرو د اېستلو اړوند دې اقدام نه کوي

د امریکا دفاع وزارت سنا مجلس ته په خپل تازه راپور کې ویلي چې، د سوېلي او مرکزي آسیا لپاره د امریکا سټراتېژۍ پر طالبانو فشار زیات کړی او ګټوړه تمامه شوې ده

د افغانستان او سویلي آسیا لپاره د امریکا د جوړې سټراټېژۍ د ګټور توب په اړه دغه راپور پر داسې مهال خپرېږي چې د امریکا ولسمشر تازه ویلي چې افغانستان کې به بهرني ځواکونه کم کړي

په همدې حال کې ډونالډ ټرمپ د امریکا د دفاع وزارت مرستیال پټرېک شاناهن د همدې  وزارت سرپرست وټاکه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، پر پټرېک زیات باوري دی او ممکن په خپل ماموریت کې به زیاتې لاسته راوړنې ولري

د امریکا دفاع وزارت جیس مټېس چې په لېوني سپي مشهور دی، تېره اوونۍ يې له دې امله استعفا وکړه، چې ویلي يې و له ټرمپ سره د نظر اختلاف لري

مټیس له سوریې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته خپله دنده پرېښود او ویل کیږي د افغانستان په اړه د ټرمپ په ورستي پلان هم سخت په غوصه شوی وو.

میرویس جلالزی