fbpx

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی

د تېر کال په پرتله سږ کال په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی.

دغه څرګندونې د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ کابل کې د مرکزي زون د ښځو پیاوړتیا سمپوریم کې وکړې.

نوموړې د دغه سمپوزیم موخه ښځو ته د زده کړو، پرورش، عامې روغتیا او عدالت ته د لاس رسېدنې په برخه کې د خدماتو وړاندې کول او زمینه برابرول وبلله.

سپوږمۍ وردګ په خبرو کې وویل، چې په تول کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې د تېر کال په پرتله سږ کال د پام وړ کمې شوې دي.

د هغې په وینا تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۶۰۰ پېښې په ټول هېواد کې ثبت شوې وې، په داسې حال کې چې سږ کال یوازې ۴۱۳۸ پېښې ثبت شوې دي.

د ښځو چارو مرستیال وزیر وايي، دا د تېر کال په پلته د ښځو سره د تاوتریخوالي په پېښو کې د ۳۸ سلنه کموالی ښيي، چې د ښځو چاورو وزارت د عامه پوهونې پروګرام پر مټ د لوړو زده او معارف وزارتونو او دغه راز د رسنیو په همکارۍ کمې شوې دي.

سپوږمۍ وردګ وايي، د ښځو چارو وزارت هڅه کوي، د خپل عامه پوهاوي د ملي پروګرام پر مټ په ټول هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې صفر ته راټیټې کړي.