fbpx

چین له پاکستانه د رښتینې همکاري غوښتنه کړې

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد یې له پاکستان غوښتي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټنګښت په برخه کې ریښتینې همکاري وکړي.

د چین د بهرنیو چارو  وزارت ویاندې هووا چونینګ دغه څرګندونې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو تر خبرو وروسته په یوه خبري غونده کې کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په بېجنګ کې پر افغان سولې خبرې کړې دي.

د یاد وزارت ویاندې هووا چونینګ وايي، چینايي او پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د وروستي وضعیت او له دغه هېواد د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو په اړه خبرې کړې دي.

د دغه دوه چارواکو تر ناستې او خبرو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې پاکستان ته په افغان سولې کې د رښتینې همکارۍ سپارښتنه کړې ده.

د نوموړې په وینا، چین له پاکستان غوښتي چې د افغانستان د سولې په مسئله کې رښتینې همکاري وکړي او هڅه وکړي له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې کړي.