fbpx

ګلبدين د پاکستان پالېسي اعلان کړه

ګلبدين حکمتيار چې د افغانستان په ورانولو او د افغانانو په وژلو کې همدومره لاس لري، لکه څومره چې پکې روسيه، امريکه، طالبان، داعش، ټلواله او نورې ډلې لري، ځکه خو ورته د کابل قصاب هم ويل کېږي، کله چې مجاهدين په خپل منځ کې سره په چوکۍ وران شولو، نو بيا يې په خپل منځي جګړو کې وطن لوټې لوټې کړ او افغانان يې در په دره کړل.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار چې له پاکستانه هېواد ته راوستل شو، نو د څه ورځو له ارام وروسته يې بيا د پاکستان پر راوړو پلانونو کار پيل کړ او اوس خو يې په رښتيا هم د پاکستان پالېسي اعلان کړه.

سپين ږيري حکمتيار تېره ورځ د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو لپاره د نوو وزيرانو پر ټاکلو نيوکه وکړه او وې ويل، چې اسدالله خالد او امرالله صالح ناکامه او بېکاره څېرې دي. حال دا چې دواړه هغه کسان دي، چې په ملي امنيت کې دنده ترسره کړې او د پاکستان تر ټولو سخت دښمنان ګڼل کېږي.Asadullah Khalid and Amrullah Saleh

اسد الله خالد د دفاع وزير او امرالله صالح د کورنيو چارو د سرپرستو وزيرانو په حېث وټاکل شول، چې پرون ورځ دواړه خپلو خپلو دندو ته رسماً د ولسمشر له لوري معرفي هم شول. په داسې وخت کې د دواړو ټاکلو ته ولس درنه سترګه ګوري او فکر کوي چې د دوى دواړو په ټاکلو سره پاکستان ته سخت زور ورکړل شوى دى، ځکه پاکستان تل په مهمو چوکيو د داسې خلکو د راتلو د مخنيوي هڅه کړې ده، چې دوى ته پکې تاوان وراوړي.

اسدالله خالد او امرالله صالح چې کوم مهال د ملي امنيت مشري په غاړه لرله، نو دواړو پاکستان ته سخت ځوابونه ورکول او پاکستان له دواړو څخه سر ټکاوه، اوس د دواړو دومره کليدي وزارتونو ته راوستلو هدف هم دا دى، چې پاکستان ته نور سخت ځواب ورکړل شي او هغوى ته وښوول شي، چې د افغانستان لومړنى دښمن پاکستان دى.

دا هم ولولئ: نوې ګمارنې؛ ګونګى اشرف غني او پاکستان ته د خطر زنګ

که له ټاکل کېدو وروسته تاسې د امرالله صالح لومړنى ټويټ وګورئ، نو هغه ليکلي دي، چې افغانستان ته تر داعش د پاکستان آى ايس آى ډېره خطرناکه ده. يعنې لومړنى ډز يې بېرته په پاکستان کړى دى.

که چېرته پاکستاني رسنۍ وګورئ، نو د پاکستان ټولو رسنيو په دې اړه سخت غبرګون ښوولى دى، چې په افغانستان کې په دوه کليدي وزارتونو کې پاکستان ضد اشخاص وټاکل شول، د دواړو ټاکنې تر ټولو زيات زور پاکستان ته ورکړى او په افغانستان کې يې بيا ګلبدين حکمتيار ته ورکړى دى.

پاکستان پر موږ تل له دوه ځايه ګوزار کړى دى، يوې خواته يې له خپل لوري څخه ګوزار کړى دى او بل يې بيا زموږ له کور دننه پر موږ ګوزار کړى دى، اوس چې ګلبدين حکمتيار کابل ته راغلى دى، نو د پاکستان پالېسي دلته په ډېره ښه طريقه پر مخ وړي. هر هغه کار چې د پاکستان نه خوښېږي، تر پاکستان مخکې ګلبدين حکمتيار هغه کار غندلى وي او هغه کار چې پاکستان يې غواړي، حکمتيار يې له پاکستان مخکې غواړي.

پر اسدالله خالد او امرالله صالح، چې دواړه پاکستان ضد شخصيتونه دي، د دوى پر وړاندې د ګلبدين حکمتيار د داسې څرګندونو څخه معلومېږي، چې ګلبدين حکمتيار د پاکستان پالېسي اعلان کړه او هر څه چې ورته پاکستان وايي، اوس يې دلته په جار نعرې وهي. خو نور ولس پوه شوى دى او ټول خاينان او غله پېژني او د دوى په خبرو هېڅ کله هم نه دوکه کېږي.

ليکوال : بريالى زمرى

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

ليکنه د ليکوال خپل نظر دى، لازمه نه ده چې د خبريال اداره دې ورسره همغږې وي. تاسې هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې د خپراوي لپاره راولېږئ. زموږ برېښناليک: khabarialweb@gmail.com