fbpx

ايراني چاروکو منلي چې له طالب جنګیالیو سره اړیکې لري

د راپورونو پر بنسټ د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني کابل ته راغلي او د خپل افغان سیال حمدالله محب سره يي لیدلي دي.

ځينې سرچینې زیاتوي له نوموړي سره په دغه راغلي پلاوي کې د ایران د پوځ لوي درستیز هم شامل دې چې له دې وروسته به د ولسمشر او اجراییه رییس سره هم وګوري .

د ایران د ملي امنیت سلاکار د خپله افغان سره  په دې لیدنه کې له وسله والو طالبانو سره خپلو اړیکو ته په اشارې، منلې چې دوی له یادې ډلې سره محدودې اړیکې درلودې او لري یې.

شخماني ویلي چې د دوی اړیکې د کومې بلې موخې لپاره نه بلکې د دې لپاره دې چې په افغانستان کې موجودو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي او دوی به دې اړیکو ته دوام ورکړي

له دې خبرو وراخوا په یاده لیدنه کې یو پر افغان سوله، د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت هم خبرې اترې شوي دي.

د يادونې وړ ده چې  شمخاني تر دې مخکې پاکستان ته هم تللی و او ویلي یې دي چې پاکستان ته یې د سفر موخه د افغان سولې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا وه.

تراوسه طالبانو د دغه څرګندونو په تړاو رسنیو ته څه نه دې ویلي