fbpx

ننګرهار کې د جګړیزه عملیاتولاسته راوړني

 د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالیو کې د قهر سیلاب څلور نمبر شل په نوم ګد جګړه ییز او چاڼیز عملیات نن سهار پیل،خو په سره رود او خوږیاڼو ولسوالیو کې پیل شوي عملیات پای ته ورسیدل .
دننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خبریال ډاټ کام ته وویل د سره رود او په خوږیاڼو ولسوالیو کې د قهر سیلاب څلور نمبر ۱۹ عملیات چې د تېرې میاشتې په اتلسمه نیټه پیل شوي وو،په ترڅ کې ۶۵ کلي د مخالفینو پاک او تالاشي شول،چې پر مهال یې درې جنګي طالبان ووژل شول، دوه ټپيان شول،یو عراده سراچه موټر او یوه د نشه یي توکو فابریکه تخریب شول، ۱۳ کړۍ ماینونه کشف او لمنځه یوړل شول،۲۷ میله سپکه وسله او نږدې ۷ فیره مرمۍ،پنځه عرادې موتر سایکلې،۱۲ کلچې نشه يي توکې او یو شمیر نورو وسایل هم تر لاسه شول .
خوږیاڼي همداراز زیاته کړه د دغه ولایت  په شینوارو ولسوالیو کې د ملي اردو په مشرۍ د ګډو ځواکونو له لورې د قهر سیلاب ۴ نمبر شل په نوم جګړه ییز او چاڼیز عملیات شول،چې په ترڅ کې به یې ګڼ شمیر سیمې د مخالفینو له شتون څخه پاکي شي .
د یو بل خبر له مخې د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي په سیمه کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې د داعش ډلې یو سرګروپ وژل شوی دی .
خوږیاڼي زیاتوي د عملیاتو او بریدونو پر مهال امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی
تراوسه په دې اړه د افغان دولت وسله والو مخالفینو رسنیو ته لا څه نه دې ویلي