fbpx

سمونوال مایار په زابل کې د خیالي پولیسو شتون رد کړ

د زابل امنیه قوماندان سمونوال محمد مصطفی مایار په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې په د ولایت کې هیڅ ډول خیالي پولیس شتون نه لري.

ښاغلی مایار وایي ددې موضوع د څېړنې لپاره د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی هم زابل ته راغلی وو چې د پولیسو له موجودۍ یې اطمنان حاصل او وزارت مقام ته یې خپل راپور ورکړ.

امنیه قوماندان دغه راز د وزارت مقام له رهبرۍ مننه وکړه چې د پولیسو ستونزو او وړاندیزونو ته یې پام کړی او وخت پر وخت یې د زابل له پولیسو سره همکاري کړې ده.

کمیسار مایار د زابل له اوسیدونکو هم مننه وکړه چې له پولیسو سره یې وخت پر وخت د جرایمو په مخنیوي کې همکاري کړې ده ترڅو د جرایمو کچه راکښته شي.

نوموړي وویل څو ورځې وړاندې د زابل ولسونو له پولیسو د ملاتړ یوه لویه غونډه جوړه کړې وه چې دا د پولیسو او ولس ترمنځ د نژدېوالي او پر خپلو امنیتي سرتېرو د خلکو د باور ښکاروندویي کوي.