fbpx

د بلوچانو د جنګې مشر د وژنې په اړه ضداونقیص راپورونه

رپوټونه کاږې چې د بلوچانو د آزادي پال خوځښت ( BLA ) مشر په کندهار کې وژل شوی دی.

د اسرایلو خبري آژانسونو راپور ورکړی چې اسلم بلوچ د کندهار په تر ټولو قیمتي او امن ښارګوټي عینو مینه کې په یوه انتحاري حمله کې له خپلو شپږو نورو کسانو سره یو ځای پرون وژل شوی.

باوري امنیتي سرچینو د برید پخلی کړی خو دا چې اسلم مړ که ژوندی دی په باب یي ډير تفصیل نه دی ورکړی.

پاکستان له کلونو راهیسي د اسلم د ترور په لټه کې دی.

نوموړی په تیر اګست کې په دلبندین سیمه کې د چینایي کارګرو پر یو بس موټر د برید او همدا راز په کراچۍ د چین په کونسلګرۍ په وروستي برید کې پر لاس لرلو تورن دی.

اسلم او ملګري يي په معدني بډایه خو خواره اقتصادي سیمه بلوچستان کې د چین د پروژو خلاف دي .

د هغوي استدلال دی چې پنجاب د بلوچانو زیرمي تالا کوي پرته له دې چې د بلوچانو ژوند ته پام وکړي.

بیجن داسلام آباد سره په سلا په بلوچستان کې نږدې ۴۱ ملیارده ډالره پآنګونه کړي او له کوربه هیواده یې دا ژمنه تر لاسه کړي چې ګوادر بندر ته به لاس رسی مومي.

بلوچ بیلتون پالي څو ځله په کندهار کې تر برید لاندي راغلي دي خو که چیرته د اسلم بلوچ مړینه تاید شي نو دا به د بلوچانو آزادي پاله خوځښت ته لوی ګزار وي.

اسلام آباد وايي بلوچ نارضیانو ته افغان دولت پناه ورکړي او پر افغاني پاسپورټونو سفرونه کوي.

بلوچ آزادي غوښتنونکی تحریک له کلونو راهیسي د پاکستان له لوري په دې تورن دی چې د افغانستان، هند، مسکو او یو شمیر نورو ملکونو ملاتړ تر لاسه کوي.

د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۳ کال کې د اسلام آباد پولیسو دغلته د عراق په سفارت چاپه ووهله او یو شمیر وسلي او مهمات یي ترینه ونیول او تور دا وو چې عراق د پخواني شوروي، هند او افغانستان په همکارۍ بلوچ بیلتون پآلو ته دغه وسلي سپارلي خو عراق دغه تور رد کړ.

بوټو کابل، ډهلی او مسکو د بلوچانو نږدې ملګري بللي ول.

د ویک لیکس له لوري د خپرو شویو یو شمیر اسنادو په ځينو برخو کې راغلي ول چې عربي متحده امارات او هند د بلوچ آزادي غوښتونکو ملاتړ کوي تر څو ګوادر ته د چین له لارموندني مخ نیوی وکړي او تر څنګ یي د پاکستان اهداف د ډیورنډ هغې غاړي ته په نښه کړي.

په داسي حال کې چې د بلوچانو دوو مشرانو خیبرمري او برهامداغ بوګتي دغه راپورونه بي اساسه بللي ول.

بلوچ آزادي غوښتونکی تحریک د روان ۲۰۱۸ کال د نوامبر په ۲۳مه په کراچۍ کې د چین پر کونسلګرۍ د وروستي برید اصلي عامل وبلل شو.

په دغه برید کې څلور تنه وژل شوي ول.

له برید وروسته د پاکستان پولیسو دری تنه برید ګر هر یو، عزل خان بلوچ، رازق بلوچ او ریس بلوچ رسنیو ته وښودل.

د بلوچانو آزادي غوښتونکی تحریک په ۲۰۰۶ کال کې د پاکستان له لوري یو تروریستی خوځښت وبلل شو او روسته یي مشر نواب اکبرخان بګتي هم د مشرف په مستقیم دستور په یوه برید کې ووژل شو چې دغه کار بلوچان سخت په غوصه کړل او له هغه راهیسي د پاکستان د مستبد رژیم پر وړاندي د بلوچانو زبردست بریدونه دوام لري.

م. جلالزی