fbpx

ننګرهار پوهنتون کې د سولې مشاعره ترسره شوه

ننګرهار پوهنتون کې د سولې مشاعره ترسره شوه.
ياده مشاعره، چې د پوهنتون سولې مرکز او د سولې عالي شورا ولايتي ادارې په نوښت د (څوک دې نه ولي انسان په ګلابونو) تر سرليک لاندې جوړه شوې وه، لسګونو شاعرانو پکې د سولې په اړه شعرونه او نظمونه واورول.
د مشاعرې د پرانيستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم وويل: د خوښۍ ځاى دى، چې ننګرهار پوهنتون د علمي پروګرامونو تر څنګ د ټولنيزې سولې او د سوله ييز ذهنيت خپراوي وياړ هم لري.
نوموړي د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز هلو ځلو او نوښتونو ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې د سولې مرکز د ټولو هغو فعاليتونو ملاتړى يم، چې د واقعي سولې رامنځته کېدو سبب ګرځي.
د ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د سولې مرکز مشر پوهنمل نعيم جان سروري او د ننګرهار د سولې عالي شورا ولايتي دفتر د دارالانشاء رئيس انجنير راحت ګل زيارمل د پروګرام نور ويناوال وو، چې ټولو په خپل وار د جوړې شوې مشاعرې په ارزښت، اړتيا او موخو خبرې وکړې.
ورپسې د ننګرهار پوهنتون بېلابېلو پوهنځيو لسګونو محصلينو او له بهره راغلو شاعرانو د سولې په اړه خپل شعرونه او نظمونه ولوستل، چې د مشاعرې په پاى کې درېوو تنو غوره شاعرانو ته جايزې هم ورکړل شوې .