fbpx

ایران له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي

د ایران د ملي امنیت شورا سلاکا علي شمخاني، چې کابل ته پر یوه سفر راغلی له افغان چارواکو سره خبرو کې ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

شمخاني د افغان حکومت په بلنه کابل ته راغی او له افغان چارواکو سره یې ناستې درلودې.

هغه لومړی له خپل افغان سیال ډاکتر حمدالله محب سره ولیدل او دواړو لورو د افغانستان پر سوله، د سیمې پر امنیت او ځینو نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، هېواد یې هڅه کوي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سوله وشي او په دغه هېواد کې جګړه پای ته ورسېږي.

بل خوا ښاغلي شمخاني سره د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله هم لیدنه کړې او دواړو لورو پر یو لړ مسایلو خبرې کړې دي.

د اجرائیه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ایران د ملي امنیت سلاکار په خبرو کې له افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې دغه لیدنه په سپیدار ماڼۍ کې ترسره شوه او دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او دوام ټینګار کړی دی.

اجرائیه ریاست وايي، شمخاني له افغان حکومت سره د خپل هېواد د هر اړخیزو همکاریو د دوام ژمنه کړې او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې په امنیتي، سیمه ییز اتصال او تجارتي برخه کې له افغانستان سره همکاریو ته چمتو دی.

په دغه معلوماتو کې ویل شوي، چې دواړو لوریو دغه راز پر افغان سوله، راتلونکو ټاکنو او سیمه ییزو همکاریو هم بحث او خبرې اترې کړې دي.