fbpx

خوست او ننګرهار ته د نړيوال جام نه وړل خيانت دى

نن سبا نړيوال جام د هېوادونو پر سفر دى، چې افغانستان ته هم پرون راوړل شوى دى او په افغانستان کې به يو شمېر ولايتونو ته هم يووړل شي، خو د کرکټ ځينې مينه وال پر کرکټ بورډ نيوکه کوي، چې د خوست او ننګرهار په څېر ولايتونو ته د نړيوال جام نه وړل ستر خيانت دى، ځکه چې په افغانستان کې کرکټ تر ټولو زيات په دغه دوه ولايتونو کې دى.

د کرکټ نړيوال جام د دسمبر په ٢٦مه نېټه سهار ٨ بجې کابل ته راوړل شو، چې د کابل په هوايي ډګر يې لوبغاړو، د کرکټ بورډ مسوولينو او مينه والو هرکلى وکړ. له هغه وروسته نړيوال جام کرکټ بورډ او همدا راز ارګ ته هم يوړل شو، بيا په دارالامان ماڼۍ کې نندارې ته کېښودل شو او له هغه وروسته ملي ټلويزيون ته يوړل شو.

نن ورځ نړيوال جام باميانو ته وړل شوى دى، همدا راز به هرات او کندهار ته هم يوړل شي او له هغه وروسته به ورسره مخه ښه وشي.

د کرکټ د نړيوال جام په افغانستان ته راتګ افغانان زيات خوشحاله دي او هر څوک هڅه کوي، چې دا جام له نږدې وويني، خو د کرکټ ځينې مينه وال بيا پر کرکټ بورډ نيوکې کوي او وايي چې باميان او هرات ته د جام وړل بده خبره نه ده، خو خوست او ننګرهار، چې تر ټولو زيات کرکټ په همدې دوه ولايتونو کې کېږي، د دې جام نه وړل ستر خيانت دى.

خوست کې د خبريال همکار ته د کرکټ مينه وال بسم الله خان وويل، چې خوست ته د نړيوال جام نه راوړل موږ سره زياتى دى، هغه زياته کړه چې دا هر څه د ناسم مديريت له امله شوي دي، که چېرته کرکټ بورډ سم مسوولين درلوداى، نو د خوست په څېر ولايت ته به يې نړيوال جام حتمي راوړه.

همدا راز په ننګرهار کې بيا امرالله کامه وال خبريال ته وويل، چې دوى د نړيوال جام راتګ ته ډېر په تمه و او همدا فکر يې کاوه چې له کابل وروسته به نړيوال جام ننګرهار ته راوړل کېږي، ځکه دلته د کرکټ مينه وال زيات دي او د کرکټ زيات لوبغاړي هم ننګرهاريان دي. هغه زياتوي، خو هغه وخت ډېر خپه شو چې له دې خبر شو چې ننګرهار ته نړيوال جام نه راوړل کېږي. هغه وايي چې د کرکټ بورډ د ناسم مديريت له امله اصلي ځايونو ته نړيوال جام نه وړل کېږي.