کور پاڼه / راپورونه / چابهار بندر کې ډیر شرکتونه ثبتیدونکي دي

چابهار بندر کې ډیر شرکتونه ثبتیدونکي دي

 

کابل کې د ایران سفارت چارواکي چابهار بندر  کې د ۵۰۰ ثبت شویو شرکتونو له ډلې ۱۶۰ شرکتونو د فغان سوداګرو دي.

دا چارواکي د افغان سوداګرو خوشي او د چابهار په آزاده سیمه کې د افغان سوداګرو ته په کتو وايي. هڅه کوي چې د لیږد رالیږد لپاره له افغانستان څخه مستقیم  چابهار ته الوتنې هم پيل شي.

په کابل کې د ایران اقتصادي مستشار، صدیق قاسمي زاکري څرګندوي:«موږ هڅه کوو چې افغانستان څخه چابهار ته الوتنې هم پیل شي تر څو د دې سوداګرو لاسرسی بازار ته آسانه شي.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي هم وايي، اوس مهال په چابهار کې یو شمېر افغاني شرکتونو کار پيل کړی دی.

د دې وزارت د ترانیزیت رئیس، یحی اخلاقي زیاتوي:«اوس مهال ایران کې د افغان سوداګرو د ویزو ستونزې هم اوارې شوې دي او هڅه کېږي چې ځانګړي امتیازونه هم ورکړل شي.»

د افغانستان لپاره د چابهار بندر، سمندر ته تر ټولو نږدې بندر شمیرل کیږي.

یو شمېر سوداګر د پاکستان په لاره شته ستونزو ته په پام وايي، ښايي په اوږدمهال کې چابهاربندر دافغانستان او سیمې لپاره د صاراتي توکو تر ټولو مهم بندر وګرځي.

که څه هم چابهار یو نوی بندر دی او ځينې نیمګړتیاوې هم لري.

خو ایراني چارواکي د ازاد چابهار په سیمه کې پروت د دغه بندر د کامیابۍ لپاره هڅه کوي په دې بندر کې افغان سوداګرو ته ډير امتیازونه ورکړي.

Loading...

بیا وګوره

امریکې افغانستان کې لښکرمشر بدل کړ

د امریکې پوځ افغانستان کې خپل لښکر مشر بدل کړ. دغه جنرال له ځانګړو روزل …

حکمتيار: ځوانان کولی شي چې د هېواد روان حالت بدل کړي

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د پل تخنيک پوهنتون له يو شمېر محصلينو سره …