The news is by your side.

طالبان یې خپله ډزوي بل ته نصحیت کوي

خبریال ویب پاڼه/ طالبانو تاجکستان او قرغزستان ته په نصحیت کولو پیل کړی او ویل يې دي چې دواړه هېوادونه باید خپلې رامنځ ته سوې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د تاجکستان او قرغزستان هېوادونو ترمنځ دومره لويي ستونزې  چې دا دواړه هېوادونه يې د جګړې تر پولې رسولي او د دواړو لورو ترمنځ د جګړې ګواښ هم موجود دی.

طالبانو په یوه تازه بیان کې پر دې دواړو هېوادنو غږ کړی چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لاري حل کړي دوی په خپله اعلامیه کې ویلي چې تر هرچا زیات د جګړې د زیانونو تجربه لري او هغه زیانونه چې د جګړې له امله رامنځ ته کیږي په مراتبو د تفاهم په صورت کې پرې ښه او دواړه اړخه به یې وګالي.

طالبانو وویل چې د دواړو هېوادونو مشران دي د خپلو ملتونو اوږد مهاله ګټې او ارامي په نظر کې ونیسي او ستونزې ته دي د تفاهم له لارې معقوله او منطقي حل لاره پیدا کړي.

طالبان له دې دواړو هېوادونو دا منطقي غوښتنه پر داسې مهال کوي چې له تیرو شلو کلونو را په دې خوا سره له ټولو تعهداتو او ژمنو يې بیاهم جګړې ته دوام ورکړی چې تراوسه پکښې لکونه بې ګنا عام افغانان وژل سوي دي او لاهم په دې وروستیو کې دا جګړې خونړۍ سوې او هره ورځ سلګونه افغانان د غم پر ټغر کښېنوي.

که څه هم طالبان اوس د سولې خبرې مني خو په اصل کې جګړې ته لومړیتوب ورکړی ځکه د مي میاشتي را په دې خوا چې کله د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل  سوې طالبانو خپلو جګړو ته زور ورکړی یو شمېر ولسوالۍ یې نیولې او لاهم د تاوتریخوالي په دوام یو شمېر سیمې تر لویو تهدیداتو لاندې دي.

که څه هم د دوحې د خبرو د پیل څرک مالوم سوی او په نژدې راتلوونکي کې به پیل سي خو بیاهم تمې نسته چې د جګړې پر ډګر دي دا خبرې تاثیرات ولري ځکه په دې څو میاشتو کې چې دا خبرې تا وبالا سوې د جګړې په کمیدلو او اوربند په رانژدې کیدلو کې يې هیڅ رول او تاثیرات نه دي لرلي تراوسه پوري هیڅ باور نسته چې د افغانستان راتلوونکی به څه ډول کیږي

Comments are closed.