fbpx

هغه مور چې ٦٩ ماشومان يې زېږولي

هره ښځه ارمان لري چې مور شي، ځکه خداى پاک ښځې ته دا لوى اعزاز ورکړى، چې هغه بل انسان زېږولى شي. ډېرى ښځې بختورې دي چې مور شي، خو ځينې ښځې بيا داسې دي چې معجزې يې ترسره کړي دي. هره ښځه ٢ يا ٤ ماشومان راوړلى شي، خو تکړه ښځې بيا ١٠ ماشومان هم زېږولي شي، ايا پوهېږئ چې کومه ښځه به ٢٠ يا هم ٣٠ ماشومان وزېږوي؟

خو که د ګنيز بک آف ورلډ ريکارډ کتاب وګورو، نو راته به معلومه شي چې په نړۍ کې داسې ښځې هم تېرې شوي دي، چې د ماشومانو شمېر يې وګورئ، نو به ورته حېران پاتې شئ. د زياتو ماشومانو د زېږولو ريکارډ په اتلسمه پېړۍ کې د يوې روسيې مېرمنې سره دى، چې نوموړې ٦٩ ماشومان زېږولي و.

دا ښځه د روسيې د Shuya سيمې اوسېدونکې وه، ٢٧ ځل بلاربه شوې وه، چې په دې کې يې ٦٩ ماشومان زېږولي وي. دا د يوه بزګر فيوډور واسيليو مېرمن وه. د ګنيز نړيوال کتاب وايي، چې دې ښځې ١٦ ځل دوه ماشومان، ٧ ځل ٣ ماشومان او ٤ ځل بيا څلور ماشومان زېږولي و.

د ګنيز نړيوال ريکارډونو مسوولين وايي، چې دا کيسه رښتينې ده او دا مېرمن د زياتو ماشومانو زېږولو ريکارډ لري. دوى د دې ښځې نوم خو نه دى پېدا کړى، خو ويل کېږي چې د فبرورۍ په ٢٧مه، کال ١٧٨٢ کې نيکولسک د ماشومانو د زېږېدو ريکارډ راغونډاوه، چې پکې د ماسکو په اړه دا خبره ليکل شوې، چې د ١٧٢٥ نه تر ١٧٦٥ پورې دې ښځې ٦٩ ماشومان زېږولي دي، چې پکې دوه مړه دي.

يعنې دغه مېرمن په ٤٠ کاله کې ٢٧ ځل بلاربه شوې وه، چې په دې ٢٧ ځل کې يې ٦٩ ماشومان زېږولي و، هر ځل يې لږ تر لږ ٢ ماشومان زېږولي و. خوندوره خبره دا هم ده، چې دې بزګر يوه بله مېرمن هم درلوده، چې له هغې هم يې ١٨ ماشومان و او دوهمې ښځې يې هم هر ځل لږ تر لږ ٢ ماشومان زېږولي وي.