fbpx

د اقلیم بدلون او طبیعي پېښو په ۲۰۱۸ کال کې زرګونه انسانان وژلي

د کریشین اېډ په نوم یوه خیریه ټولنه وایي، د اقلیمي بدلون له کبله رامنځته شویو طبیعي پېښو په ۲۰۱۸ کال کې د ټولې نړۍ په کچه زرګونه انسانان وژلي او میلیاردونه ډالره تاوان یې اړولی.

دې ټولنې په خپل راپور کې د ۲۰۱۸ کال لس تر ټولو زیان اړوونکې طبیعي پېښې ارزولې او پکې یې د سر او مال د زیان کچه مالومه کړې ده.

 ساینس پوهانو جوته کړې ده چې په اروپا کې هم سږ کال د ګرمې هوا لړۍ د انسانانو له کړو وړو او ژوند ژواک سره نېغه اړیکه درلوده.

 د دوی په وینا، اقلیمي بدلون د ټولې نړۍ په کچه په موسمونو او هوا کې بدلون راوستی او دا بدلون هر کال ځاني او مالي‌ زیان اړوي.

په تېر کال کې رامنځته شوې تر ټولو خونړۍ طبیعي پېښې د فلورنس او مایکل په نوم سمندري توپانونه وو، چې په ترتیب یې ۱۷ او ۱۵ میلیارده ډالر تاوان اړولی دی. د کریشین اېډ ټولنې غړی ډاکټر کټ کرامر وایي، اقلیمي بدلون یو حقیقت دی، خو ډېری خلک پرې سترګې پټوي او د راتلونکي نسل ستونزه یې بولي.

د نوموړي په وینا، د اقلیمي بدلون او د هوا د تودوخې پایلې دومره بدې دي‌ چې ځینې کسان یې ان منلو ته چمتو نه دي.