The news is by your side.

د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر څومره بشپړ شوی؟

خبریال وېبپاڼه/ د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ تازه رسنیو ته ویلي چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو بهیر پر مخ روان دی او دوی بریالي شوي چې دغه بهیر تر پنځوس سلنې بشپړ کړي.

سرچینې ویلي چې دمګړۍ سلګونه عسکر او نظامي تجهیزات له افغانستانه ایستل شوي او ددوی د اټکل له مخې دغه بهیر تر پنځوس سلنې بشپړ شوی.

د سرچینې په وینا، په دې توګه دوی تر ټاکلې نېټې خپل ټول سرتېري له افغانستانه ایستلی شي.

د امریکایي پوځ مرکزي قومندانۍ یو ځل بیا ویلي چې دوی له افغانستان سره مرستو ته ادامه ورکوي، د جګړو د ختمېدو ملاتړي دي او پر طالبانو او افغان حکومت یې غږ کړی چې د سولې مذاکرات بیا ځلې پيل کړي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته، د بریتانیا د دفاع وزیر ویلي چې هېواد یې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۳۱ میلیارد ډالر لګولي دي او په پام کې ده چې په راتلونکې میلادي میاشت کې خپل ټول سرتېري له دغه هېواد څخه وباسي.

 جیمز سټیفن هپسي ویلي، دوی په ۲۰۱۴ کال کې خپل ډېری نظامیان له افغانستان څخه ایستلي دي خو ۷۵۰ نور چې لا هم افغان ځواکونو ته د سلا مشورې ماموریت پر غاړه لري په دغه هېواد کې پاتې دي چې ډېر ژر به خپل هېواد ته ستانه کړل شي.

 نوموړي زیاته کړې چې د ځواکونو تر وتلو وروسته به یو شمېر پاتې شوي تجهیزات هم له منځه یوسي.

که څه هم له افغانستانه بهرني ځواکونه د وتلو په حال کې دي، خو دلته لا هم جګړه توده ده او هره ورځ لسګونه افغانان په ښکېلو خواوو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه وضعیت افغانان سخت اندېښمن کړي دي او حتی دا هیله لري چې د سولې د برخلیک تر مالومولو دې له افغانستانه بهرني ځواکونه نه وځي.

Comments are closed.