fbpx

د سعودي پاچا ولسمشر غني ته د همکارۍ ژمنه ورکړې

 

راپورنه وايي، ملک سلمان ولسمشر غني ته ژمنه ورکړې، چې د افغانستان په سوله کې به همکاري کوي.

د سعودي پاچا ټینګار کړی، ویلي افغانستان کې روانه شخړه یوازې د خبرو او پخلاینې له لارې حل کېدای شي او سعودي به د افغانستان د سولې په بهیر کې به له افغانانو سره بشپړه مرسته وکړي.

ویل کېږي سعودي عربستان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو په هدف په خپل هېواد کې د یوې غونډې تابیا کړې ده.

په سعودي کې د افغان سولې په تړاو د بلې غونډې تر سره کېدا پرېکړه په اماراتو کې د امریکا، طالبان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان استازو تر منځ شوې وه.

هغه مهال ځینو طالب سرچینو لوېدیځو رسنیو ته ویلي و، چې دغه غونډه به د جنورۍ په ۱۵ مه تر سره او په کې به مهمې او بنسټیزه پرېکړې وشي.