The news is by your side.

رسمي اعترف: قریشي د اډو ورکړي په برخه کې د دوی ګټې مهمې دي

خبریال ویب پاڼه/ له ډیري مودې را په دې خوا کشمکشونه دي امریکا ته پاکستان اډې ورکړي نه یې کړې ور تاید یې کړه نه مني خو هرڅه و سول نن پاکستان اعتراف وکړ چې اډې ورکوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي په خپلو نویو څرګندونو کې ویلي د پوځي اډو لټون د امریکا غوښتنه کیدلای سي خو پاکستان هم خپلو ګټو ته ګوري.

پاکستان ویلي چې امریکا د اډو لټون کوي او دوی په خپله ګټه پسې ګرځي خو ده ویلي که څه هم سیاسي ګوندونو ته ویلي چې په دې هکله هیڅ اراده نسته خو ګټې بیا مهمې دي.

قریشي د افغانستان په اړه هم ویلي چې دوی د دې هېواد لپاره د ثبات په لټه دي او غواړي چې د امریکايي او ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو وروسته په دې هېواد سوله او امن راسي هغه دا هم وویل چې یو شمېر عناصر نه غواړي چې په سیمه او افغانستان کې امن بر کرارسي خو د چا نوم يې وانه خیست

د پاکستان لومړی شرط پیسې

دوی وايي چې خراب اقتصادي بهران له همدې امله چې ځان او حریم خرڅ کړي ایله يې ترلاسه کړه نو د دوه نیم اربه ډالرو خبره کمه نه ه او پاکستان له دې وړاندیزه یوازي په مرګ تیریدلای سي.

پاکستان دا مهال میلیاردونه ډالر قرض داره او یوازي له دې لارو چارو چې ډیري ګټې په لاس راځي کولای سي خپل  راتلوونکی ښه کړي

تیره ورځ نیویارک ټایمز ورځ داسې ویل وو.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه راپور خپور کړی او پکښي ویل سوي چې پاکستان په مشروطه ډول دې ته لیواله سوی چې امریکا دي د دوی په خاوره کې اډې جوړي کړي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ له پیله وروسته د امریکا هڅه هم همداوه چې پاکستان قانع کړي ترڅو  دا ډول کار ورسره وکړي.

نیویارک ټایمز زیاته کړې چې امریکا له پاکستان څخه د پوځي اډې غوښټنه کړې چې پاکستان ورسره په مشروطه ډول د دوی غوښتنه منلې ده، راپور کاږي چې په همدې موخه د امریکا د استخباراتي ادارې رییس پاکستان ته په دې اړه څو پټ سفرونه کړي او همدارنګه د دې مسلې په هکله د امریکا دفاع وزیر لوید استین هم له پاکستاني چارواکو سره ږغیدلی او دوی ورته دا منلې ده.

پاکستان په دې شرط چې امریکا د پاکستان له قلمرو څخه دباندې هر هغه هدف چې په افغانستان کې په نښه کیږي باید لومړی له دوی سره مشوره وسي او موافقه یې واخستل سي

ناټو وايي، په هر حالت کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ یوو

د امریکا سفارت تړلو اختمال

Comments are closed.